اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) د جمعیت علماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن وئيلي دي چې د فاټا مسئله دې د پاكستان د آئين په رڼا كښې ??ائ?? اولس او جرګو سره د مذاكراتو د لارې هواره ??ړې شي۔ د نهې په ورځ د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره ??ه خبرو كښې ده ووئيل د فاټا پحقله زمونږ دريځ واضح دے دا مسئله بايد د خبرو اترو د لارې هواره ??ړې شي ٬د فاټا په اولس دې هيڅ قس??ه پرېكړه ونه تپلې شي ٬ په هره ??رېكړه كښې د قبائيلو رضا مندي پكار ده ۔ ده ووئيل د فاټا مسئله دې د پاكستان د آئين په رڼا كښې ??ائ?? اولس او جرګو سره د مذاكراتو د لارې هواره ??ړې شي٬ مولانا فضل الرحمن ووئيل تېره شپه وزيراعظم ٬ د سېفران وفاقي وزير عبدالقادر بلوچ او د قامي سلامتيا سلاكار ناصر جنجوعه زما كورته راغلي وو۔ دوئي سره تفصيلي خبره شوې او دوئي ته مې په دې اړه خپل دريځ وړاندې كړو او ددوي دريځ مې هم واورېدو۔ ده ووئيل ما د وزيراعظم په چېمبر كښې د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په موجودګۍ كښې د پوځ سرلښكر سره ??لاقات وكړو۔ په دې مهال د پوځ سرلښكر سره د فاټا په مسئله تفصيلي خبره ??شوه۔ زمونږ دريځ دا وو چې د فاټا اولس رضامندي بايد ترلاسه كړې شي او كوم هم آئيني سقم باقي پاتې نه شي۔ ده ووئيل دا مسئله زمونږ دا ذات نه ??لك?? قامي مسئله ده۔ د رائې اختلاف د هر چا حق دے۔ په دې لړ كښې به فاټا سپريم كونسل سره ??زيراعظم په خپله خبره ??كړي۔ بله خبره دا ده چې په آرټیکل 247 او 175 دې آئيني پوهانو څخه لارښودنه ترلاسه كړې شي۔ دا هغه دوه خنډان دي كوم چې بايد لرې كړې شي۔ مولانا فضل الرحمن ووئيل اچكزئۍ چې كوم دلائل وركړې دي هغه ئې د خپلې غوښتنې په بنياد وركړي۔