اسلام آب??د 26 فروری (اے پی پی) د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې د ګل په ورځ د شريكې ګټې كونسل(??ي سي آئي)35مه غونډه وشوه۔پھ غونډه كښې په غونډه كښې د سندھ٬خېبرپښتونخوا٬بلوچستان اعلٰی وزيرانو او د پنجاب خزانې وزير پشمول د وفاقي او صوبائي حكومتونو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔??ي سي آئي ?? 24 ??ومبر 2017 د غونډې د پريكړو د عملي كولو جاج واخست٬د تعليم او پیشه وره تربيې وفاقي وزير د اعلٰی تعليم او د اړوندو ادارو چارو په حقله او د اتلسم بدلون نه پس په صورتحال بريفنګ وركړو٬??ي سي آئي ووئيل د آئين ترمخه د اعلٰی تعليم او د تحقيقي ادارو كښې د معيار پیدا كول سائنسي او تكنيكي ادارې د وفاقي حكومت ذمه واري ده۔په دې خبره سلا راغله چې وفاقي او صوبائي حكومتونه به دواړه د دغسې ادارو څارنه كوي۔كونسل د تعليم وزارت ته س??ار??تنه وكړھ چې په قامي كچ يو ټېسټنګ باډي جوړه كړئ او د ټولو همكارانو سر?? مشاورت وكړی چې هغوي وړاندېزونه در كړي۔پھ اېچ اي سي كښې د صوبو نمائندګي د زياتولو پريكړه وشوه۔د وزيراعظم د اړخه د غوره شويو 7 غړي٬د تعليمي پوهانو به صوبو له نمائندګي وركولې شي۔??ي سي آئي صوبو كښې ګاز او برېښڼا منيجمنټ پیداوار او په تقسيم هم خبرې وكړی۔غونډه كښې د ګني كروندګرو ته د پیښو مسائلو او د ټاكلې بيعې په وخت وركولو هم غور وشو۔وزيراعظم په دې لړ كښې نېشنل فوډ سېكورټي اينډ ريسرچ وزارت ته س??ار??تنه وكړه چې مسائل د خبرو اترو د لارې حل كړي