اس??ام آباد 30 مارچ (اے پي پي) د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرې كښې د نجكارې په اړه د كابينې ??ائمه كمې??ې غونډه د جمعې په ورځ د وزيراعظم په دفتر كښې وشوه۔ په غونډه كښې د كے اي اېس اي پاور لمېټېډ لخوا په كے الېكټرك كښې د دې حصص شنګهائي الېكټرك پاور ته د خرڅولو په معامله غور وكړے شو او د وفاقي كابينې توثيق سره مشروط د نېشنل سېكورټي سرټيفكېټ د اجرا پرېكړه وكړې شوه۔ د كابينه كمېټې د پاكستان سټېل ملز لمېټډ د نجكارې او د پي آئي اے سي اېل د تشكيل نو په اړه د بېلا بېلو چارو هم جاج واخستل شو۔ كمېټې سپانسرنګ ډويژنو ته ووئيل چې هغه دې په دې لړ كښې د وړاندې شويو پرېكړو په رڼا كښې په جامع او مربوط انداز كښې تجوي??ون?? بېرته وړاندې كړي۔