جدہ ۔25 اپریل (اے پی پی) سعودی پولیس د ا??عامونو دھوكه وركؤونكې د نورو هېوادونو دوګړو ساده او بېوقوف جوړونكې يوه ډله نيولې۔ د سعودی ابلاغ ذريعو ترمخه د جده پوليس وياند ميډيا سره خبرو كښې ووئيل چې په الربوہ محله كښې كاروائي كولو سره د يوې ډلې 11 كسان نيولي شوي دي كومو به چې د ا??عام په نامه كسان شوكول۔ دې كسانو به د ټېلېفوني تماس ٬ اېس اېم اېس او وټس اېپ د لارې خلقو ته پېغام لېږلو چې د كومې كمپنۍ يا تجارتي مركز په قرعه اندازۍ كښې ستا په نامه لوئے انعام راوتلې دې۔ د نورو تفصيلاتو معلومولو لپاره به ئې نجي كوائف ??و ب??نك اكاؤنټ غوښتلو۔ ددوئي قبضې څخه 19 موبائل فون او 36 سمونه برآمد كړې شوي۔ تورن پبلک پراسیکوشن ته سپارلې شوي دي۔