اسلام آباد ۔ 18 مئی (اے پی پی) د چين سنټرل ملټري كمېشن وائس چیئرمېن جنرل چانګ یوشا د نېول ??ېډ كوارټرز اسلام آباد دوره وكړه او د سمندري ځواك مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي سره ئې ملاقات وكړو۔ د سمندري ځواك وياند ترمخه نېول ??ېډ کوارټرز ته په راتګ د پاك ب??ريه مشر جنرل چانګ یوشا ته هركلې ووې او د سمندري ځواك يو چمتو ډلې ده ته سلامي وړاندې كړه۔ وروستو جنرل چانګ یوشا د سمندري ځواك مشر سره ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د بېلټ اېنډ روډ انېشېئټو مهمو منصوبو په شمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ??ېډمرل ظفر محمود عباسي د دواړو هېوادونو د وسله والو ځواكونو ترمينځه نزدې او مضبوطو اړيكو خصوصيت سره ذكر وكړو۔ د چين د سنټرل ملټري كمېشن دوهم چيئرمېن پاكستان ??ه هر سخت وخت كښې د چين ملګرے هېواد وګرځولو۔ ملاقات څخه وروستو ګران مېلمه ته د بحر هند سېكورټي صورتحال او سيمه كښې د امن او استحكام په لړ كښې د پاك ب??ريه په خذماتو بريفېنګ وركړو۔ د دورې په دوهم پړاؤ كښې به جنرال چانګ يوشا کراچۍ كښې د پاك ب??ريه فیلډ کمانډز دوره هم كوي