اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د سېنېټ دوه پخوانو چيئرمېنانو دې تجويز سره اتفاق كړی چې د راروانې قامي اسمبلۍ څخه راتلونكې بلونه به پھ سمدستي توګه د منظورولو په ځاې كمېټو ته لېږلې شي دغسې چې په دې بلونو تفصيلي بحث وكړی شي۔د جمعې پھ ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د سېنېټ پخواني چ??ئرمېن سناتور رضا رباني ووئيل چې د قامي اسمبلۍ څخه منظور شوي راتلونكو بلونو كښې غلطۍ او كمزورۍ وي كوم چې د سېنېټ په اړوند كمېټو كښې بحث سره سميدې شي۔د سېنېټ پخواني چ??ئرمېن فاروق اېچ نائيك ووئيل كوم هم بل چې راشي هغه دې كمېټۍ ته ولېږلې شي۔د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني پھ دې تجويز سره اتفاق كو??و سره ووئيل چې په سبا??ن كښې به د دې خيال ساتلې شي۔د مخالفې ډلې مشرې سناتورې شېري رحمان هم د سېنېټ دوه پخوانو چيئرمېنانو د تجويز تائيد وكړو۔دې ووئيل چې په سبا??ن كښې كمېټۍ ته د لېږلو نه غېر بدلون نه شي منظورولې