اس??ام آباد 30 اکتوبر (اے پي پي) ا??لس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د ټېلي كميونيكېشن ټېكنالوجۍ د لارې پاكستان كښې د صحت ٬ تعليم ٬ معيشت او كركيلې پشمول بېلا بېلو څانګو كښې د پرمختګ غېر معمولي عمل روان دې٬ چې په نتيجه كښې به ئې هېواد كښې لا پرمختګ وشي او معاشي استحكام به راشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ا??لس مشر د ټېلي نار ګروپ صدر او سي اي او سګوے برېكي سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د خپل پلاوي سره د ګل په ورځ ا??لس مشر سره په ايوان صدر كښې ملاقات كړې۔ په دې موقع د انفارمېشن ټېكنالوجۍ دوهمه وزيره انوشه رحمان او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔ ا??لس مشر ووئيل هېواد كښې د تهري او فور جي ټېكنالوجۍ معرفي كېدو نه پس د ټېلي كمېونيكېشن په څانګه كښې انقلابي بدلۍ رامخې ته كېږي۔ ټېلي نار د ټېلي كميونيكېشن په څانګه كښې د تحقيقي ??لو ځلو ودې لپاره د پاكستان د پوهنتونونو په مرسته تحقيقي ??ركزونه جوړولې شي ۔ ا??لس مشر ووئيل اوسني حكومت سرمايه كارو لپاره ګڼ شمېر مراعات معرفي كړې دي كومو څخه چې خارجي سرمايه كار بشپړه ګټه پورته كولې شي۔