اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر وئيلي دي چې د نو??ز شريف په مشرې كښې به د هېواد د پرمختګ او خوشحالې سفر د كال 2018م نه پس هم روان وي٬ د څلورو كلونو د پرمختيائي كارونو په تېر وخت كښې هېڅ مثال نشته٬ نواز شريف پاكستان ته پرمختللې هېواد جوړولو لپاره قوي بنياد وركړے۔ ?? اتوار په ورځ په خپل يو بيان كښې وفاقي وزير ووئيل چې د محمد نو??ز شريف د وژن له مخې به سي پېك پروژه نه يوازې د پاكستان معيشت قوي كړي بلكې دې سره به په ټول پاكستان كښې د پرمختګ او خوشحالې نوې دور پېل شي۔ ده ووئيل چې څومره د نو??ز شريف او د هغې د كورنې په ضد سازشونه او د مفاد پرستو اتحادونه زياتېږي٬ دومره دوي په او??س كښې قوي كېږي۔ ده ووئيل چې او??س شعور لري او د مفاد پرستو د كردار نه واقف دے او او??س به د دوي په خبرو كښې نه راځي۔ ده ووئيل چې د مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت به خپله موده پوره كوي او هم په دې كښې د پاكستان او جمهوريت بريا ده۔