لندن ۔ 14 دسمبر (اے پی پی) وزیر??عظ?? شاهد خاقان عباسی وئيلي دي حكومت ته هې?? خطر نشته۔ د لوئے څښتن په فضل حكومت به خپله موده ترسره كوي۔ ده دا خبره د زيارت په ورځ د پاكستان مسلم ليګ (ن) اعلی مشرتابه سره ملاقات كولو له لندن ته په رسېدو خبريالانو سره وكړه۔ ده ووئيل زه حكومت ته هې?? خطر نه وينم۔ زمونږ حكومت به خپله موده ترسره كوي او په جون كښې به نګران حكومت جوړ شي۔ د حسن نواز په دفتر كښې شوي ميټنګ كښې پخواني وزير??عظ?? نواز شريف ٬ د هغه لور مريم نواز ٬ زوي حسن نواز ٬ د پنجاب اعلی وزير شهباز شريف او خارجه وزير خواجه ??حم?? آصف ګډون وكړو۔ وزیر??عظ?? ووئيل د لندن ميټنګ د وړاندې څخه اېښودې شوې ؤ او دا د كومې خاص پرېكړې لپاره نه ؤ۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر د هغې بيان چې د اسمبليو د مودې ترسره كېدو باور نه لرم په اړه وزير??عظ?? ووئيل دا د هغه ذاتي رائے ده۔ كه سپيكر كوم تحفظات لري نو زه د هغې لرې كولو له چمتو يم۔ وزير??عظ?? څوك چې د القدس شريف په اړه د او آئي سي غېر معمولي غونډه كښې ګډون څخه وروستو تركيه څخه لندن ته رسېدلې ؤ ووئيل د مشرانو كنفرنس كښې مو د پاكستان څرګند دريځ وړاندې كړو۔ هيله ده امريكا به د خپل سفارت يروشلم ته د منتقل كولو پرېكړې ته بيا كتنه وكړي۔ په دې مهال ميډيا سره خبرو كښې خواجه ??حم?? آصف ووئيل حكومت به خپله موده ترسره كوي او مسلم ليګ (ن) به يو ځل بيا اقتدار ترلاسه كوي۔ ده ووئيل مونږ به راروانو ټول ټاكنو كښې كاميابۍ څخه وروستو حكومت جوړوو۔