لاهور ۔ 03 فروری (اے پی پی) د مسلم لیګ(ن) د پنجاب اسمبلۍ غړي حنا پروېز بټ مقبوضه كشمير كښې د 7 لسيزو څخه زياتې مودې راهېسې د قابض هندي ځواك په ضد قرار??اد اسمبلۍ كښې جمع كړو۔ قرار??اد كښې وئيلي شوي چې 8 لكهه هندي ځواك هم د كشميري اولس د آزادۍ تحريك كمزورې كولو كښې ناكامه شوې۔ هندي ځواك د سوؤنو په شمېر بې ګناه كشميري ماشومان پېلټ ګن سره په نښه كړي۔ دې پوځ تش لاسه كشميري اولس د زور ظلم او زياتي نښه جوړه كړې۔ قرار??اد كښې وئيلي شوي چې هندي ځواكونه كالجونو ته ننوتلو سره په طالباتو هم تشدد كوي۔ د ملګرو ملتونو او امريكا په شمول د ن??ۍ د بشري حقونو تنظيمونو خاموشي لمحه ف??ري?? ده۔ بلخوا هند د ن??ۍ پام د كشمير مسئلې څخه اخوا كولو له د اېل او سي خلاف ورزۍ كوي۔ ځكه دا ايوان د هندي ځواك ددې بزدلانه فعل غندنه كوي او ملګرو ملتونو څخه غوښتنه كوي چې د كشمير مسلمانانو قربانو څخه سترګې پټې نه كړي او د كشمير په اړه د ملګرو ملتونو په قراردادونو عمل باوري كړي۔