اسلام آباد 30 مارچ (اے پي پي) د ترهګرې په ضد جنګ كښې د پاكستان ??ربانې په نړيواله كچه په ډاګه كولو لپاره درې ورځنې اسلام آباد ا??ټرنېشنل كاؤنټر ټېرارزم فورم به د نهې په ورځ پېل كېږي په فورم كښې به د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو څخه سكالران٬ ريسرچرز٬ دانشوران٬ سفارتي استازي او پوهان ګډون كوي۔ د نېشنل كاؤنټر ټېرارېزم اتهارټۍ نېشنل كوآرډينټر احسان غني د جمعې په ورځ خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې پاكستان د ترهګرې په ضد ډېرې قربانې وركړې دي او مهمې كاميابې ئې هم ترلاسه كړې دي٬ مونږ نړۍ د ترهګرې په ضد جنګ كښې د خپل قوم د هڅو نه خبرول غواړو٬ اول مونږ ترهګرې سره مخ و او اوس مونږ د دې جنګ فاتح يو۔ ده ووئيل چې څو كاله وړاندې د ترهګرې د 20 زرو نه زياتې پېښې شوې وې٬ تېر كال د ترهګرې 750 بريدونه شوي دي٬ دا ډېر لوي بدلون دے او دا كاميابي ترهګرې په ضد جنګ كښې زمونږ د ا??نيتي ادارو د هڅو په سبب مكمنه شوې۔ ده ووئيل چې ډېر كم هېوادونه داسې دي كومو چې د ترهګرې په ضد جنګ كښې داسې بې مثاله كاميابې ترلاسه كړې دي۔ ده ووئيل چې د تېرو كلونو په مهال مونږ د زلزلو٬ سېلابونو او د ترهګرې په شان ??ويو لويو بحرانونو او چېلنجونو سره مخ شوي يو خو سره د دې هم زمونږ قوم ولاړ دے٬ مسكې دے او مخ په وړاندې روان دے۔ ده ووئيل چې د خپل نوعيت دا وړومبې كنفرنس دے٬ مونږ يو فورم جوړوو او دا كنفرنس به هر كال په دې ورځو كښې كېږي۔ د نهې په ورځ په سېشن كښې به د پي ټي آئي لارښود اسد عمر٬ سلمان بشير٬ احمر بلال صوفي٬ جليل عباس جېلاني٬ رحيم الله يوسفزئي او د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن قبله اياز نه علاوه سكالران او ريسرچرز خبرې كوي۔ د دې نه علاوه دفاعي تجزيه كار لېفټېننټ جنرال ﴿ر﴾ طلعت مسعود ا?? د پاكستان ??ېشنل كونسل آف دي آرټس ډائرېكټر جنرل جمال شاه هم د ا??غان جنګ په پاكستان د آغېز په اړه خبرې كوي۔ د كنفرنس په دويمه ورځ به ډي جي آئي اېس پي آر مېجر جنرال آصف غفور٬ د اے اېن پي لارښود ا??راسياب خټك٬ د ??ور??يو چارو وزير رحمان ??لك٬ د قومي سلامتيا سلاكار ناصر خان جنجوعه او د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وېنا كوي۔ د كنفرنس په وروستې ورځ به خارجه وزير خواجه محمد آصف٬ د پي ټي آئي لارښود شاه محمود قريشي٬ د پاكستان ??يپلز ګوند مشره او په سېنېټ كښې د مخالفې ډلې مشره شېري رحمان ??م وېنا كوي۔ د دې نه علاوه د نېكټا كوآرډينټر احسان غني او د ??ور??يو چارو وزير احسن اقبال به وروستي سېشن ته وېنا كوي۔