اسلام آباد 09 اپریل (اے پی پی) پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي وزيراعظم سره د نګران سېټ اپ په اړه مشاورت شوې٬د دې نه زيات څه نه شم وئېلې٬بايد په ټاكنو كښې برخه اخستلو لپاره ټولو ته يو ډول موقعې وركړې شي??دا نه چې په ځينې ??لقو فشار اچولې كېږي او ځينې ګوندونو له مكمل واك اختيار وركړی شي٬مونږ د غېر شفاف ټاكنو پلو روان يو٬د دغې ټاكنو نتيجې به څوك هم اونه مني چې څه شوي او څه كېدونكي دي كه داسې وي نو پاكې او سپيځلې ټاكنې هېرې كړئ۔د ګل په ورځ د احتساب عدالت په خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې محمد نواز شريف ووئيل مونږ عجيبه صورتح??ل سره مخ كېږو ٬تاسو ته د پنجاب٬كراچۍ٬سندھ٬بلوچستان او د خېبرپښتونخوا حالات معلوم دي٬ ده پوښتنه وكړه چې تر ټولو ښه كار??رد??ي د كومې صوبې ده٬يو عام وګړې به هم اووائي چې غوره كار??رد??ي د پنجاب ده۔تر دې هم وئېلې كېدې شي ټاكنې ??ه وروستي شي٬ ده ووئېل دا څوك دې څژك چې داسې سوچ لري۔د چوهدري نثار د خراب طبعيت او د هغه د عيادت په اړه د پوښتنې په ځواب كښې نواز شريف مسكې شو او ځواب يې ورنه كړو