اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د وزيراعظم د خزانې٬ رېونيو او اقتصادي چارو ډو??ژن سلاكار ډاك??ر مفتاح اسمعاعيل د نړيوال بانك مېنجنګ ??ائ??ېكټر/ چيف اېګزېكټو آفيسر مس كرسټالينا جيورجيوا سره ملاقات وكړو۔ په دې موقع د وزيراعظم سلاكار په پاكستان كښې د نړيوال بانك پورټ فوليو سره سره د سباؤن په پروژو هم رڼا واچوله۔ ده هغه د تېرو پنځو كلونو په مهال د پاكستان د مجموعي اقتصادي كاركردګې څخه هم خبره ??ړه او وې وئيل چې د روان مالي كال په مهال هم پاكستان د مجموعي قومي پېداوار د شرح نمو هدف په ترلاسه كولو كښې بريالې شوے او دا پرمختګ به راتلونكې كال هم روان وي۔ د نړيوال بانك مشرې د پاكستان حكومت لخوا په اصلاحاتي اېجنډا د عمل كولو اقدامات وستائيل او د پرمخ??يا??ي اېجنډې مخ په وړاندې بوتللو لپاره ئې د نړيوال بانك لخوا مرستې باور وركړو۔ د وزيراعظم سلاكار د پاكستان او هند ترمېنځه د اوبو څخه د برېښنا د پروژو جوړولو په اړه د شخړو په پلو هم د نړيوال بانك د مشرې پام راوګرځولو او غوښتنه ئې و??ړه چې نړيوال بانك دې د سندھ طاس لوظنامې له مخې خپل كردار ترسره كړي۔ د وزيراعظم سلاكار نورو مشرانو سره هم ملاقاتونه وكړل۔