اسلام آباد 01 مئي (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفافي وزير چوهدري محمد بر??ېس طاهر وئيلي دي مزدور او ورکر کلاس د كوم هم هېواد مهمه سرمايه وي۔ له مزدور او وركر كلاس سوكالۍ پرته د هېواد د پرمختګ او سوكالۍ خوب ري??تي?? كېدې نشي۔ د مئي اولنۍ نېټې په حقله يو بيان كښې د شكاګو مزدورانو قربانيو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وفاقي وزير ووئيل تېره پېړۍ په نړۍ كښی د مزدور او وركر كلاس حقون?? په حقله د شعور بېدارول?? په لړ كښې مهمه ثابته شوه۔ ده ووئيل جمهوريت او د مزدورانو حقونه يو مضبوط تړون لري او د وركر كلاس حقونو ته په جمهوري نظام كښې تقويت ترلاسه كېږي۔ وفاقی وزیر ووئيل د مزدورانو ورکر کلاس حقونو له مسلم ليګ (ن) مهم كردار ترسره كړې او ?? پنجاب حكومت د مزدورانو حقونو ساتنې له په 2015ﺀ كښې اولنۍ لېبر پالېسي اعلان كړه۔ دې سره سره په صوبه كښې انډسټريل اسټېس او نوې جوړېدونكو انډسټريل زونز او اكنامك زونز كښی هم د مزدورانو حقونو او خېر ښېګړې ته خاص پام ګرځولې شوې۔ ده ووئيل ?? پنجاب حكومت د محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې صوبه كښې هوټلو ٬ پمپونو او وركشاپس څخه د زرګون?? په شمېر كوچنيان ويستلې او سكولونو كښې ئې داخل كړي۔ ده ووئيل صوبه كښې 100 څخه زياتې پولې ټېكنيك ادارې شته چرته چې وركر كلاس هنرمند جوړولې شي۔ ده وئيل د محمد نواز شريف د وژن ترمخه سي پېك منصوبې ترمخه هېواد كښې د 60 اربه ډالرو څخه زياته سرمايه كاري كېږي چې په نتيجه كښې ب?? ئې نزدې 25 لكهه نوې ملازمتونه رامخې ته شي چې ورسره به د بې روزګارۍ خاتمه ممكنه شي۔ ده ووئيل زمونږ حكومت صنعتونه او فېكټرۍ د ګاز او برېښنا لوډشېډنګ څخه مستثنی ګرځولې دغسې چې د فېكټرو او صنعتونو كار كوؤنكي مزدوران بې روزګاره نشي۔ ده ووئيل زمونږ حكومت خپلو غريبو مزدورانو ته د هر ډول اسانيو وركولو هڅې كړې او كه بيا موقع راغله نو د وړاندې څخه به زيات د مزدورانو وروڼو لپاره كار وكړو۔