لندن 26 جون (اے پي پي) د پخواني وزيرا??ظم محمد نواز شريف زوي حسېن نواز وئېلي دي چې د كوم پراپرټيز د بر??ان??ې په ورځپاڼه كښې ذكر شوے هغه اوس د شريف كورنۍ ملكيت نه دے٬ د دې ټولو پراپرټيز كاروبار حسن نواز كړے و٬اوس هغه د ده ملكيت نه دے٬ په مونږ لګول شوي ټول تورونه غلط او بې بنياده دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د بر??ان??ې پايه تخت لندن كښې د مېډيا استازو سره خبرو كښې كړې۔ د نجي ټي وي چينل له م??ې ده ووئيل چې د كوم پراپرټيز د بر??ان??ې په ورځپاڼه كښې ذكر شوے٬ په دې اړه به د دې ورځپاڼې د ادعا ځواب په مناسب فورم وركول كېږي۔ په لندن كښې خبريالانو سره د غېر رسمي خبرو په مهال ده ووئيل چې د نېب انټرپول د لارې د ګرفتارو خب??ه كوم حېثيت نه لري۔ ده ووئيل چې په بر??ان??ه كښې د قانون حكمراني ده ځكه دلته غېر قانوني اقدامات ممكن نه دي٬نېب د انټرپول لارې چې څه كول غواړي هغه دې وكړي۔ د هغه د مور د كلثوم نواز د طبيعت په اړه د پوښتنې په ځواب كښې حسېن نواز ووئيل چې د هغې حالت د وړاندې څخه زيات تشويشناك دے او ډاكټرانو د كلثوم نواز د بيهوشۍ داروګان هم زيات كړي٬ د هغې د طبيعت ترمخه نن د وين??ي ليټر اخوا كولو پريكړه هم وځنډول شوه۔