اسلام ??با?? 14 جولائي (اے پی پی) په پاكستان كښې د آسټراليا هائي كمشنرې مارګرېټ اېډمسن په خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې په انتخابي كانديدانو د بزدلانه بريدونو سخته غندنه كړې۔ په اسلام ??با?? كښې د آسټرالي?? د ??ائي كميسون لخوا جاري شوې خبرپاڼه كښې وئيلي شوي دي چې د آسټراليا هائي كمشنرې مارګرېټ اېډمسن په خپل پېغام كښې ټولو غم ځپليو كورنيو سره غمرازي كړې او وئيلي ئې دي چې آسټراليا د ترهګرې په مقابله كولو كښې پاكستان سره د يووالي څرګندونه كوي۔ هائي كمشنرې وئيلي دي چې هغه په مستونګ او خېبر پښتونخوا كښې په انتخابي لاريونونو د بريدونو سخته غندنه كوي ا?? په دې بريدونو كښې په ځ??ني زيان ډېره خفه شوې۔