اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) قومي احتساب بيورو ﴿نېب﴾ په ك??اچې٬ اسلام آباد او ګلګت بلتستان كښې په بېلا بېلو ځايونو چاپې وهلو سره د 63 اربه ر??پو پي اېس او په سكېنډل كښې ككړ پنځه پخواني اعلٰي چارواكي ونيول۔ په نيول شويو كسانو كښې د پي اېس او سي اېل پخوانې جنرل منېجر سپلائي اختر ضمير٬ پخوانې چيف آپرېټنګ افيسر بائيكو پاكستان پېټروليم لمېټډ كامران افتخار٬ د بائيكو پاكستان پېټروليم لمېټډ پخوانې صدر قېصر جمال د كراچې څخه او پخوانې جنرل منېجر (ریټېل ،کنزیومر بزنس) پي اېس او او ??یف ایګزیکټیو آفیسر جن پټرولیم سید ذوالفقار علی جعفری د اسلام آباد څخه او پخوانې سينئر جنرل منېجر مارکيټنګ پي اېس او ډاکټر سید نذر اے زیدي د هنزه ګلګت بلتستان څخه ګرفتار كړے شو۔ په تورنو بائيكو پاكستان پېټروليم لمېټډ ته د 2.43 اربه ر??پو د ماليت د خام تيلو د غېر قانوني ټهېكې وركولو تور دے٬ په ك??ل 2008/9 كښې په دې لړ كښې كومه ادائيګي نه ده شوې۔ د پي اېس او انتظاميې په ك??ل 2012م كښې پې اېس او ته پېروليم منصوعات سپلائي كولو لپاره بائيكو پاكستان پېټروليم لمېټډ سره د پېټروليم مصنوعاتو د اخستلو او خرڅولو غېر قانوني لوظنامه كړې وه حالانكه بائيكو پاكستان پېټروليم لمېټډ په ك??ل 2013م كښې جوړه كړ?? شوې۔ د غېر قانوني ټهېكې څخه قومي خزانې ته د 60 اربه ر??پو زيان رسېدلې۔ معلومه شوې چې د پي اېس او انتظاميې په ك??ل 2012م كښې يوه بله غېر قانوني لوظنامه هم كړې او د دې له امله هم قومي خزانې ته لوي زيان رسېدلې۔ د كراچې څخه نيول شوې ??ورن به جسماني ريمانډ لپاره نن د كراچې په احتساب عدالت كښې وړاندې كولې شي۔ تورن اختر ضمير او قېصر جمال د وړاندې نه د دريارلس ورځو په ر??مانډ د نېب په تحويل كښې دي۔