اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل وئېلي دي د هند لخوا د آرټيكل اے 35 منسوخ كول كش??يريان د استوګنې د مستقل حق څخه د محرومولو او په اقليت د بدلولو هڅه ده٬هند رياستي جبر پټولو لپاره خبريالانو ته كش??ير ته د تللو اجازه هم نه وركوي٬پاكست??ن په سوله ايز ګاونډيتوب باور لري٬د افغانست??ن پشمول د ټولو ستونزو سوله ايز حل لپاره به خپل كردار ترسره كوو٬په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودهي د تحريك انصاف مشر عمران خان سره په ذاتي حېثيت كښې ملاقات كړې٬خارجه دفتر ته د دغې علم نه ؤ ٬ټول نان كېريئر ډپلوميټس به د خپل كنټرېكټ له مخې مستعفي ګڼلې شي٬تر څو چې نوي حكومت دوي ته د كار روانه ساتلو امر ونه كړي۔د زي??رت په ورځ د اوونيز پرېس بريفنګ مهال په ډاكټر فيصل ووئيل د هند رياستي ترهه ګرۍ سره هم په مقبوضه كش??ير كښې كش??يري اولس د آرټيكل اے 35 د منسوخۍ په ضد مكمل هړتال كړې٬ويا??د ووئيل هندي ځواكونو د تېرې اونۍ په مهال 12 كش??يريان شهيدان كړي۔د هند لخوا په كنټرول لائن د بلااشتعاله ډزو لړۍ روانه ده كومه چې د ډزبندۍ د لوظ نامې خلاف ورزي ده۔ويا??د ووئيل د ملګرو ملتونو پوځي مبصرين كار كولو ته نه پرېښودې كېږي او هند رياستي جبر پټولو لپاره خبريالانو ته هم كش??ير ته د تللو اجازه نه وركوي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ويا??د ووئيل په ګلګت بلتستان كښې د سكولونو سوځېدو پلټنې روانې دي څنګه چې حتمي راپور راشي مېډيا به خبره كړی شي۔د افغانست??ن په اړه ويا??د ووئيل پاكستان به د افغانستان مسئلې حل لپاره خپل كردار جاري ساتي٬ پاكست??ن په افغانستان كښې امن غواړي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ويا??د ووئيل د فنانشل ايكشن ټاسك فورس په راتلونكې غونډه كښې به د پاكستان دريځ په بشپړه توګه وړاندې كولې شي٬د پاكستان او روسيې د اړيكو په اړه ويا??د ووئيل د پاكستان او رېشين فېډرېشن ترمينځه پوځي اړيكې زياتې شوې دي۔ ده ووئېل دواړو هېوادونو شريك پوځي مشقونه هم كړي ۔د روسيې فېډرېشن د بحريه ورځې په مو??ع د پاكستان د سمندري پوځ پي اېن اېس په ماسكو او سنټ پېټرز برګ كښې په دستورو كښې ګډون هم كړې۔ده ووئيل پاكست??ن په سوله ايز ګاونډيتوب باور لري٬په هند كښې اقليتونو او په خاص توګه مسلم اقليتونو سره ناروا سلوك كېږي۔