اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) د اسلامي جمهوریه پاکستان وزیرا عظم عمران خان قام ته خپله وړومبۍ وېنا كښې ووئيل زه نن د ټولو نه وړاندې د خپلو ټولو كاركنانو مننه كول غواړم چا چ?? 22 ??اله وړاندې په دې تحريك او جهاد كښې ما سره ګدون كړې ٶ٬ دوه ډول سياست روان دے چې پكښې يو خپل كيريئر جوړولو لپاره دي او بل زما د رول ماډول قائداعظم محمد علی جناح چا چې د يو مشن لپاره سياست كولو ٬ ز??ون?? خوږ نبی حضرت محمد ﷺ جې مدینې ته تشریف رياست يوړو نو د يو مشن په توګه ئې د نړۍ په تاريخ كښې انقلاب راوستې ٶ ٬ ما كله هم دا سياست يو كيريئر او پروفېشن نه ٶ ګڼلې٬ زه د نن نه 22 كاله وړاندې دې هېواد ته سياست لپاره راغلم ٬ زما مقصد دا ٶ چې ??ون?? خپل هېواد ھغه هېواد جوړ كړو كوم چې جوړېدل پكار وو ٬ یعنې د علامہ محمد اقبال چې كوم خوب ٶ يو اسلامي فلاحي رياست د كوم چې ??ون?? نړۍ له مثال وركول غوښتل چې رښتينې اسلام څه دے٬ د مدينې په رياست كښې ھعه څه څيزونه وٶ چې نړۍ كښې ئې دومره لوي انقلاب راوستلو او ھغه قام وړاندې هېڅ هم نه ؤ ٬ لږې قبيلې وې خو بيا دوي د نړۍ امامت وكړو٬ زه نن ھغه ملګري يادوم په خاص توګه ھغه دوه چا چې ما سره دا مزل پېل كړې ٶ په ھغوي كښې يو احسن رشید كوم چې د نن نه 22 كاله وړاندې ما سره په دې هلو ځلو كښې شريك شوې ٶ خو د كېنسر جنګ كښې ماتي سره مخ كېدو په سوب ھغوي نن ز??ون?? سره نشته او دوېمه سلوني بخاري څوك چې په دې مشن كښې ??ون?? سره شريكه وه او نن ??ون?? سره موجود نه ده څوك چې زه په خاص توګه يادوم٬ زه ھغه ټولو كاركنانو ته سلام كوم ٬ په چا پسې چې به په كورنو كښې خنداګانې كېدلې٬ خلقو به په ھغوي پورې خندل چا ته د يوې ټانګې پارټۍ سره ګرځې ٬ نو زه نن د ھغه ټولو كاركنانانو د زړه د كومي مننه كوم ځكه چې زه د دغې ټولو خلقو نه غېر دلته نه شوم رارسېدلې٬ زه د ټولو نه وړاندې قام ته دا وئيل غواړم چې نن ??ون?? كوم ځائ يو٬ كومې مسئلې او ستونزدې رامخې ته دي او ??ون?? كومو ستونزو سره مخ يو او بيا به زه د دې ھر څه ان شآء الله د هوارولو لار تاسوته ښائيم ٬ د پاکستان په تاریخ كښې كله هم داسې معاشي حالات نه ٶ كوم چې نن دے ٬ نن په پاكستان قرض 22 زره اربه روپۍ دے او د نن نه لس كاله وړاندې د پاكستان دا قرض 6 زره اربه روپۍ وو٬ يعنې د هېواد د 60 كالو ز??ون?? قرض 6 زره اربه روپۍ وو كوم چې د كال 2013 نه پس 15 زره اربه روپو ته ورسېدهو او نن دا قرض 28 اربه روپو ته رسېدلې ٬ د هېواد د تاريخ د 60 كالو قرض يو خوا او د تېرو لسو كالو قرض بل خوا ٬ زه به ان شآء الله دا تاسو ته وړاندې ږدم چې دا پېسه چرته لاړه او ??ون?? دې پېسو سره څه كړې ٬ دوېمه خبره دا ده نن ز??ون?? ھغه حالات دے چې د قرضونو سود لپاره هم قرض اخلو٬ يعنې قرضونه ختمولو لپاره نه سود وركولو لپاره هم قرض اخلو٬ د پاکستان پیپلز ګوند د تېر حكومت په آخري كال كښې د كال 2 اربه ډالره قرض اخستلې شو ٬ په تېر يو كال كښې ??ون?? هره مياشت دوه اربه ډالره قرض اخستې او چې كله په كال 2013 كښې د پيپلز ګوند حكومت موده ترسره كړه نو 60 اربه ډالره ز??ون?? بهرنۍ قرضه وه كومه چې نن 95 اربه ډالره ده او هم دا ز??ون?? د هېواد اصل مسئله ده چې ز??ون?? په هېواد قرض دومره ختلي او روپۍ د ټولو نه زيات فشار سره مخ ده ٬ د دې اصل سوب هم دا دے چې ز??ون?? بهرنۍ قرض دومره په تندۍ سره زياتېږي او نن ??ون?? هغه ځاې ته رارسېدلې يو چې ز??ون?? لپاره د ټولو نه لويه مسئله دا ده چې ??ون?? دا قرضونه څنګه واپس كوٶ٬ زه دې له هم راځم چې دا مسئله څنګه حل كول دي ٬ د ېرېرېدو خبره نه ده زه به تاسو ته د دې حل هم ښائيم خو چې كوم بل څيز زه تاسو ته ښودل غواړم ھغه دا چې يو خوا خو په ??ون?? دومره قرض ختلې او بل د انسانانو چې كوم حالا ت دے ھغه زه تاسو ته ښودل غواړم