اسلام آباد 21 ستمبر (اے پی پی) د قامی اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر وئيلي دي چې مونږ پھ اسوہ شبیری عمل کولو سره اتحاد او ورورولۍ ته د ودې وركولو د لارې په ټولو ستونزو قابو موندلې شو، حضرت امام حسېن ر ضی اللہ عنه او د هغه ملګرې د قرآنی تعلیمات، زغم، قربانۍ او د شهادت جذبې يو ښه مثال دې۔ د قامی اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر د عاشور ورځ په موقع د قام په نامه خ??ل پیغام كښې وئيلي چې د كربلا پېښه په لوے څښتن او د آخرت په ورځ د ایمان، تقویٰ، مړانې ، د اللہ په لاره كښې د صبر او په قرآن مجید كښې د بيان شوې شهادت جذبې يو ښه نمونه د?? كومه به چې تر قیامت ياد ساتلې شي۔ سپیکر ووئيل د مسلمان حثیت دا زمونږ اجتماعی ذمه واري ده چې مونږ طاغوتی قوتونو په وړاندې ودريږو كوم چې د خپل ناوړه مقصدونو ترلاسه كولو لپاره ټولنه كښې اړې ګړې خپروي۔ ده ووئيل د كربلا شهيدانو ته د پيرزوئنې وړاندې كولو ښه طریقه دا ده چې مونږ د انسانیت ښېګړې او د هېواد تعمیر او پرمختګ له خ??ل ځان وقف وكړو۔ د قامی اسمبلۍ دوهم سپيكر قاسم خان سوری په خ??ل پیغام كښې ووئيل د عاشور ورځ معرك?? د ??ق او بلاطل قوتونو ترمينځه رامخې ته شوي كومه چې مسلمانانو ت?? د ??ق او رښتيا لپار?? د ??اطل قوتونو سره د مقابلې درس وركوي۔ ده ووئيل دا هغه لاره د?? په كومه چې مونږ ته رسولﷺ د عمل كولو درس راكړې او د كومې لپاره چې حضرت امام حسین رضی اللہ تعالی عنه او د هغه ملګرو قربانی وركړې۔