کوئټه ۔ 10 اکتوبر (اے پی پی) د چين سفير ياؤ جنګ وئيلي دي ??نع?? او تجارت سره تړون لرونكي خلق كوم هم هېواد او صو??ه كښې د ملا د تير حېثيت لري۔ په سي پېك منصوبه او چائنا پاک کوآپرېشن كښې د پرائېوېټ سېكټر كردار ډېر مهم دے۔ اقتصادي پرمختګ او معاشي سوكالۍ له د دواړو هېوادونو د سرمايه كارو جوائنټ وېنچر د وخت مهمه غوښتنه ده۔ چین بلوچستان كښې 5 نه تر 10 سوشل اكنامك سېكټر جوړولو له هڅې كوي۔ مونږ ته دا معلومه ده چې بلوچستان كښې لوئې شمېر كورنۍ د بې وزلۍ لكيرې نه لاندې ژوند كوي۔ پاكستان او بلوچستان كښې په بې وزلۍ قابو موندلو له مونږ د خپل هېواد په ډول د ځائي وګړو هنرمند جوړولو او نورو ګامونو پورته كولو ته هر وخت چمتو يو۔ د چين سرمايه كار او سوداګر بلوچستان كښې د كركيلې٬ معدنياتو ٬ ??نع?? او توان په شمول نورو څانګو كښې ځائي همكارانو سره په ګډه همكاري كولو كښې ژوره خوښي لري۔ د راروان كال فرورۍ او مارچ مياشت كښ?? به د چين سرمايه كار دلته راشي۔ نېغ په نېغه بهرنۍ سرمايه كارۍ ته وده وركولو سره به د بلوچستان ځائي معيشت او سماجي څانګه مستحكم شي۔ په دې خوشحالي شوې چې د اقتصادي او معاشي پرمختګ له د پاكستان نوې و??اق?? او د بلوچستان صوبائي حكومتونه لوظي دي۔ د بلوچستان ??نع?? او تجارت سره اړوندو كسانو ته وېزو جاري كولو كښ?? به اسانۍ رامخې ته كولې شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د كوئټې ايوان ??نع?? وتجارت دورې په مهال د چېمبر آف كامرس عهدېدارو او غړو ته خطاب او د خپلو خيالاتو څرګندونې په مهال وكړه۔ په دې مهال د چين سفير یاؤ جنګ سره د چين كراچۍ كښې په ځائې كړې شوې قونصل جنرل او د بلوچستان په بېلو څانګو كښې كار كوؤنكي د چينائي كمپنو اعلی عهدېدار هم موجود و