پېښور ۔08 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خان د صوبې سرمايه كار?? بورډ كښې ??ه غېر قانوني توګه د بھرتيانو په اړه د خبرونو نوټس اخستلې دې او په دې اړه ئې د بشپړه پلټنې راپور په درې ورځې كښې د وړاندې كولو هدايت كړې دې۔ په صوبه كښې د شاملېدونكو 7 نوې ضلعو تګه لاره جوړه كړې شوې ده۔ د صوبې د څلورو څانګو نه علاوه چې په كښې جوډیشری ?? پولیس، ریونیو او اېکسائز شامل دې باقي پاتې ټولو څانګو كښې ??راختيا له آسانه تګلاره وضعه كولې شي۔ په دې مهال ده د باجوړ اتمان خېل تحصيل پرائمري سكول كښې د سټاف او نورو اسانيو رسنې باوري كولو او د هېډکوارټر ??وغتون انضرګئ کاټلنګ حالت ښه كولو هدايت وكړو۔ده ووئيل د خصوصي كسانو په كنونس الاؤنس كښې 2 زره روپۍ اضافه شوې او په دې اړه دې منظور كړې شوي هدايات بېلو محكمو ته واستولې شي دغسې چې په دې فوري عملدرآمد پیل شي۔ ده سوات كښې د کمیونټی سکولونو په اړه د تفصيلي راپور وړاندې كولو هدايت هم وكړو دغسې چې ددې مسئلې حل ولټولې شي