اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي يو ټاكلې شوې نمائنده هم د قانون نه پرته نه دے ٬ پیپلز ګوند او (ن) لیګ لس كاله په اقتدار كښې پاتې دي٬ د نېب قانون كه چرې تور قانون دے نو دوي ختموٶ ولې نه ٬ پارلمان او جمهوريت د چا د بدعنوانۍ ډهال نه شي جوړېدې٬ د پاكستان بې وسه اولس لوټلې شوې ٬ د لوټ مار كوٶنكو په ضد كاروائۍ روانې دي٬ كه مخالفه ډله په ا??تساب اعتراض لري نو د عدالتونو لاره دې اونيسي۔ د زيارت پھ ورځ قامي اسمبلۍ كښې د سید خورشید شاہ د اعتراض د نكتې په ځواب وفاقي وزير ووئيل مونږ په دې خبره باور لرو چې د احتساب په عمل هېڅوك اعتراض نه لري٬ اعتراض په ھغه ا??اره كېږي كومه چې د دې پارلمان برخه نه ده او جنرال (ر) پروېز مشرف جوړه كړې وه٬ ده ووئېل مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند 5 ٬ 5 كاله حكومتونه كړي ٬ د دوي په دور كښې د اتلسم بدلون غوندې تاريخي بدلون رامخې ته شوې ٬ د آئين درېمه برخه بدله كړې شوې ??و ھغه وخت ھغوي په نېب قانون كښې هېڅ بدلون نه دې كړې ٬ كه د نېب قانون ناسم دے نو بيا دا بدل كړې شوې ولې نه دې۔ ده ووئيل د ??ند?? اسمبلۍ د سپيكر په نيولو كښې پارلمان ولې راښكلې كېږي ٬ پارلمان او جمهوريت د چا د بدعنوانۍ ډهال نه شي جوړېدې او نه دا د پارلمان مقصد دے۔ ده ووئيل د پاكستان بې وسه اولس د دې معاملې اصلي مدعي??ن دي ځكه چې ھغوي لوټلې شوې ۔ ده ووئيل سید خورشید شاہ او نواز ??ریف په مشاورت د نېب د چيئرمېن ټاكنه كړې وه ٬ نېب خو د حكومت ماتحت هم نه دے او نه دا اداره وزیراعظم څخه هدایات اخلي نو بيا سید خورشید شاہ ټول بړاس په حكومت ولې اوباسي۔ ده ووئيل كه مخالفې ډلې خپل دور كښې د نېب قانون او چيئرمېن نه دې بدل كړې نو د دې مطلب دا دے چې نن كومې كاروائۍ كېږي په دې كښې د ھغوي رضامندي شامله ده ۔ ده ووئيل د پنجاب سينئر وزير نيولې شوې او هم دغسې د ??ند?? سپيكر نيولې شوې ٬ آيا د شوكمارو احتساب ختم كړې شي ٬ كه څوك اعتراض لري نو عدالت ته دې لاړ شي ٬ كه ا??تجاج كوئ نو عدالتونو كښې دې وكړې۔ ده ووئيل نن چې كوم حالات په هېواد رو??ن دي ٬ په دې حالاتو كښې خو مونږ له د يوالي پيغام وركول پكار ٶ او چې هواد ته كومې دړكې وركړې كېږي بايد بحث پرې اوشې خو دوي د پاكستان څه پروا لري