پینډۍ 01 مارچ (اے پی پی)هندي پائېلوټ ابهي نندن پھ خپل وېډيو بيان كښې وئېلي دي پاك پوځ پروېشنل دے ٬زه ترې ډېر متاثر شوم٬د پاك پوځ ځوانانو زه بچ كړې يم٬هندۍ مېډيا خبره زياتوي۔د جمعې پھ ورځ آئي اېس پي آر د نيولې شوي هندي پائېلوټ ابهي نندن وېډيو بيان جاري كړو٬په خپل بيان كښې ده پاكستان ته د راننوتلو او د نيولې كېدو تفصيلات وړاندې ك??ل۔??بهي نندن ووئيل زه د هندي هوائي ځواك د يوې جنګي الوتكې پائېلوټ يم ٬ ما هدف لټولو چې په دغې مهال د پاكستان هوائي ځواك زما الوتكه په نښه كړه۔د الوتكې تباه كېدو له امله ما ته د الوتكې نه رادنګل راپغاړه شوو او دغسې چې زه په زمكه اولګېدم نو ما خپله تمانچه اوغورځوله ٬ ده ووئېل منډه مې وكړه خو په ما پسې خلق وو كومو چې چغې وه??ې۔ده ووئيل خلقو زه وژلم خو د پاك پوځ دوو ځوانانو زه بچ ك??م۔ ده ووئېل ماله يونټه كښې فرسټ اېډ راك??ی شوې ۔ده ووئيل پاك آرمي پروفېشنل دے او زه ترې ډېر متاثره يم ٬ ده ووئېل هندي مېډيا خبره زياتوي