اسلام آباد ۔ 16 مارچ (اے پی پی) نی??زی لېن?? كښې د پاكستان دوهم هائي كمشنر معظم علي شاه وئيلي دي هڅه ده چې كرائسټ چرچ بريد كښې د شهيد شويو پاكستانيانو مړي رات??ون??و څو ورځو كښې پاكستان ته ورسولې شي۔ د خالي په ورځ يو نجي ټي وي سره خبرو كښې ده ووئيل شهيدانو كښې نعیم ??اش??، دده زوې طلحٰہ نعیم، سهیل شاهد، سید جهانداد علی، سید اریب احمد او محمود هارون شامل دي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ پېښه كښې 10 پاكستاني وګړي ځپلې شويدي۔ كومو كښې چې يو تن ژوبل دې د كوم چې روغتون كښې درملنې روانې دي۔ د 6 كسانو د شهادت تصديق شوې دې۔ او د پاتې درې په اړه به تفصيل ډېر زر ترلاسه شي۔ معظم علی شاہ ووئيل د نعیم ??اش?? او دده د زوي كورنۍ دلته ده ځكه دوئي به دلته خاورو ته سپارلې شي۔ د سهېل شاهد ورور به دده دلته يا پاكستان كښې خاورو ته د سپارلو پرېكړه كوي۔ د جهانداد علی، اریب احمد او محمود هارون مړي به كراچۍ ته رسولې شي