اسلام آباد/بشکېك 22 مئي (اے ??ي پي) د بهرنيو چارو وزیر شاہ محمود قر??شي وئيلي دي د شنګھائي مرست?? تنظيم ( اېس سی او) د معاشی تجزیاتی مرکزونو کنسورشیم د لارې د سيمه ايز پرمختګ په موضوعاتو تحقيق كول يو ګتور ګام دے۔ په غړو هېوادونو كښې اقتصادي ٬ معاشي او تجارتي مرستې له به تحقيقي مركزونه ډېر مهم اوګرځي ۔ د اېس سی او د عمومي سېكتر د پاكستان دورې ته سترګې په لار يؤ۔ د تنظيم د غړو هېوادونو ترمينځه مرستې له د عمومي سېكتر هڅې د ستائنې وړ دي۔ ده د دې خيالات?? څرګندونه د شورو په ورځ بشکېك كښې د شنګهائي مرست?? تنظيم خارجه وزيرانو كونسل غونډې په مهال د اېس سي او عمومي سېكتر ولاد میر نوروو سره په ملاقات كښې كړې۔ خارجه وزير عمومي سېكتر ته د اېس سي او د عمومي سېكتر په چوكۍ سنبهالولو مباركي كولو سره ووئيل ستاسو په مشرۍ كښې به تنظيم لا ترقي وكړي او د تنظيم به سيمه ايز او نړيواله اهميت لا زيات شي ۔ ده ووئيل مونږ د اېس سي او د عمومي سېكتر د پاكستان دورې ته سترګې په لار يو او هيله لرو چې ھ??وي به د خپلې تاريخي دورې ډېر زر اعلان وكړي۔ شاہ محمود قر??شي ووئيل د مرستې د نوو لارو لټولو لپاره د اېس سي او د سېكټرېټ د محنت او د غړو هېوادونو لخوا د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د اېس سي او د معاشي تجزياتې مركزونو د كنسورشيم د لارې د سيمه ايز پرمختګ په موضوعاتو تحقيق كول مثبت ګام دے٬ د اېس سي او هېواد كښې اقتصادي٬ معاشي او تجارتي مرستې لپاره به دا مركزونه ډېر مهم ثابت شي٬ دغسې كوچني كاروبار لپاره فورم او د اېس سي او غړو هېوادونو د يوته ارګنائزېشن جوړول د ستائنې وړ دے او دې اقداماتو سره د ځوانانو صلاحيتونه پكار راوستلو سره د بهترۍ نور مقاصد ترلاسه كېدې شي۔ د اېس سي او عمومي سېكتر د شنګهائي مرست?? تنظيم په غونډه كښې په ګډون كولو د خارجه وزير مننه كولو سره ووئيل زه به د د?? تنظيم د ټاكلو هدفونو تر سره كولو لپاره هڅې كوم