اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) د قطر ام??ر شېخ تميم بن حمد الثاني وزيراعظم عمران خان سره تېره ورځ ملاقات كړے چې پكښې دواړو مشرانو په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې مر??تې زياتولو په موقعو خبرې كړې دي۔ د قطر امير د وزيراعظم عمران خان په بلنه په دوه ورځنې دوره د خالي په ورځ پاكستان ته راغلې و چې ورسره وزيرانو او د لوړې كچې پلاوې هم موجود و۔ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د پلاوو په كچه مذاكرات هم وشول۔ د پلاوو په كچه په مذاكراتو كښې وزيراعظم عمران خان د پاكستاني پلاوي او د قطر ام??ر شېخ تميم بن حمد الثاني د خپل پلاوي مشري وكړه۔ د پلاوو په كچه په ملاقات كښې خارجه وز??ر شاہ محمود قریشی، د توان وزیر عمر ایوب، د هوابازې وزیر غلام سرور خان، د بحري چارو وزير علی زیدی، د وزیراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مر??تياله ډاكټر فردوس عاشق اعوان، د وزيراعظم د سمندر ??ورې پاكستانيانو خاص مر??تيال ذوالفقار بخاري٬ د خزانې سلاكار عبدالحفيظ شېخ او د تجارت سلاكار عبدالرزاق داؤد وزيراعظم سره وو۔ دواړو هېوادونو د شريكې مر??تې په اړه د تفاهم يو شمېر يادښتونه لاسليك كړل۔