اسلام آباد ۔ 23 اګست (اے پی پی) وزیرا??ظم عمران خان د المان چانسلرې ډاکټر انجیلا مر??ل سره ټېلېفوني تماس نيولې او دې سره ئې مقبوضه جموں و کشمیر كښې د هند غېر قانوني او يو اړخيزه ګامونو په نتيجه كښې په رامخې ته شوي صورتحال د خيالاتو څرګندونه كړې ۔ وزیرا??ظم دې ته ووئيل هندي ګامونه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د نړيوال قانون په ضد دي۔ د تېلېفوني تماس په مهال وزير??ظم هندي مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو سخت صورتحال ٬ منطقه كښې لاك ډاؤن ٬ د هر ډول مواصلاتي رابطو منقطع كولو او د خوراك او داروګانو كمبوت رامخې ته كړو۔ وزیرا??ظم ووئيل د هند د زور ظلم او زي??تي ګامونو سره د كشميري اولس ژوند ته په لويه كچه د زي??ن رسېدو اندېښنه ده ٬ د ك??مې چې بايد مخنيوي وكړې شي۔ ده د المان چانسلره د هند لخوا مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو سختو خلاف ورزيو څخه د نړۍ پام ګرځولو له د جعلي فلېګ آپرېشن ډرامه كولو يا په لائن آف كنټرول د ك??مې كارروائۍ كېدو په اړه خپلې اندېښنې څخه هم خبر كړه ۔ وزیرا??ظم په دې خبره زور راوړو چې هندي ګامونو سره د منطقې امن ته سختې خطرې پېښې شوي او نړيواله ورورولي بايد په دې اړه په سمدستي توګه خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي۔ په دې مهال الماني چانسلرې ووئيل المان د صورتحال ژوره مشاهده كوي۔ دې په تاؤ تريخوالي كښې د ك??ي او د مسئلو په سولييزه ډول د حل كولو په حاجت زور راوړو۔ دواړه لارښود منطقه كښې امن او استحكام لپاره د كار روانه ساتلو ته صلا شول