اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي د ټولنې د بې وسه طبقو خيال ساتل د رياست مهمه ذمه واري ده٬ بايد مونږ نېك مقصد لپاره په ګډه كار وكړو٬ د مدينې رياست په ډول اسلامي فلاحي رياست د وزيراعظم عمران خان وژن دے، پاکستان سخت وخت ليدلے٬ اوس مونږ نوي پاكستان پلو روان يو٬ د هېواد پرمختګ لپاره د جديدو علومو پوهه ضروري ده۔ اولس مشر ډاکټر عارف علوي دا خبرې په ايوان صدر كښې د سېلاني وېلفي??ر ټرسټ تر سېوري لاندې د فېصل آباد د آئي ټي ??ده كوٶنكو له د سندونو وركولو دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ اولس مشر ووئيل د خې?? كار اسلامي ټولنې سره ډېر تعلق لري٬ د لوي څښتن په لاره كښې خرڅ كوٶنكي مې تل خوشحاله ليدلي دي٬ اسلام مونږ ته د عاجزۍ او انكسارۍ درس راكوي٬ لويو خلقو كښې تكبر نه وي بلكې دوي د ځواب وركولو څخه هم ېره لري٬ عظيم مشران تل صادق او امين وي۔ ده ووئيل د کشيمر په معامله ټول قام بشپړ غبرګون ښودلې خو ولې د نورې اسلامي نړۍ د مشرانو داسې غبرګون نه دې رامخې ته شوې ۔ ده ووئېل دا وجوهات لري٬ نړۍ كښې د ھغه كس خبره اورېدې شي څوك چې طاقت لري٬ د منډۍ اصولو ته پام لرنه كېږي۔ ده ووئيل پاکستان په نړۍ كښې د انصاف غږ پورته كوي خو خپل غږ زيات موثره جورولو لپاره به خپل معيشت هم قوي كول وي۔ اولس مشر ووئيل وزيراعظم عمران خان بهر نړۍ كښې چې په كوم باوري ډول د رسالت ۖ د ناموس معامله پورته كړې د مدينې رياست ئې آئيډيل ګرځولې دے ھغه د لوي زړه خبره ده ٬ دا د پاكستاني قام د راپورته كېدلو نخښه ده۔ ده ووئيل پاكستان ډېر څه ??ده كړې دي او ورته يو بااعتماد او صلاحيت لرونكې قيادت هم ترلاسه شوې او د نوي پاكستان جوړېدل پېل شوې۔ ده ووئيل نړۍ ډېره په تندۍ سره مخ په وراندې روانه ده ا?? مونږ له به خپل ځان د پرمختګ رفتار سره سمولو لپاره مصنوعي ذهانت او نورو جديدو علومو ته پام لرنه كول وي ۔ ده ووئېل په دې لر كښې د سېلاني ويلفي??ر ټرسټ لخوا پورته كړې شوې ګامونه د ستانې وړ دي۔ ده ووئيل د نن نه 1400 كاله اګاهو قرآن پاك مېرمنو لپاره د وراثت قانون وركړې٬ زمونږ خوږ نبيۖ مونږ ته د ټولنې د بې وسه طبقو خېر ښګړې درس راكړې۔ اولس مشر د غذائي كمي څخه د ماشومانو ذهني وده ځپلې كېدو سوب لرې كولو او مېرمنې د برېسټ كېنسر رنځ نه د ساتلو اهميت هم رامخې ته كړو۔ په دې موقع د سېلاني ويلفي??ر ټرسټ چيئرمېن مولانا بشير فاروق هم وېنا وكړه۔ په دستوره كښې اولس مشر ډاكټر عارف علوي د سېلاني وېلفې??ر ټرسټ تر سېوري لاندې د آئي ټي ??ده كوٶنكو له سندونه هم وركړل