اسلام آباد 04 اكتوبر (اے پی پی) د وزيراعظم د روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا وئېلي دي ډينګي رنځورانو ته په روغ??ون??نو كښې د وړيا درملنې غوره آسانۍ وركولې شي٬د ډينګي خاتمې لپاره مؤثره ګامونه پورته كوو ٬د ټول هېواد روغ??ون??نو څخه 19 زره رنځوران ښو طبي آسانيو نه وروستو ښه شوي دي ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ډينګي مخ نيوي په اړه د غونډې مشرغ كولو په مهال كړی۔په غونډه كښې د روغتيا وفاقي سېكتر ډاكټر الله بخش ملك٬د هېلت ډائرېكټر جنرل اسد حفيظ٬د روغ??ون??ن?? ايګزېكټو ډائرېكټرانو او د اسلام آباد او پېنډۍ انتظاميې ګډون وكړو۔په غونډه كښې په اسلام آباد او پينډۍ كښې د ډينګي په موجوده صورتحال تفصيلي خبرې وشوې او د مخ نيوي لپاره د پورته كړو ګامونو جاج واخستلې شو۔په غونډه كشې ډاكټر ظفر مرزا ووئيل د ډينګي په موجوده صورتحال كښې ښه والې راغلې٬روغ??ون??نو ته چې كوم رنځوران راروان دي هغوي به كومو ستونزو سره نه مخ كېږي٬وړيا طبي آسانۍ وركولې كېږي ۔ ده ووئېل مونږ د ډينګي رنځورانو لپاره په اسلام آباد كښې ښه ډاګناسټك سسټم جوړ كړی او د روغ??ون??ن?? ايګزېكټو ډائرېكټرانو ته امر شوې چې هغوي په او پي ډي كښې پھ خاص توګه د ډينګي څخه بچ كېدو لپاره خاص ډاګټران مقرر كړي۔ده ووئيل د وړيا درملن?? ښې آسانۍ وركړې كېږي٬ د ټول هېواد روغ??ون??نو څخه 19 زره رنځوران د ښو طبي آسانيو نه وروستو ښه شوي۔ده ووئيل د اسلام آباد او پینډۍ انتظامې په بېړنو بنيادونو سپرې او فوګنګ كوي