ګلګت ۔ 01 نومبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د ګلګت بلتستان اولس ته د آزادۍ په ورځ مباركي وركولو سر?? وئيلي دي د ګلګت بلتستان اولس قرباني وركولو سر?? خپله سيمه ډوګره راج څخه آزاده كړه۔ دا سيمه د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ ستره دروازه ده۔ په نړۍ كښې د ګلګت بلتستان نه زياته ښكلې سيمه بله كومه نشته۔ مونږ سېلګرۍ ته وده وركولو له د نړۍ د 70 ه??وا??ونو سېلګرو له د وېزې عمل آسان جوړ كړې دې۔ د سېلګرۍ ودې سر?? به سيمه كښې خوشحالي راشي۔ د هند وزيراعظم نرېندر مودی مقبوضه کشمیر كښې خپله آخري پته كارولې ده۔ د نړۍ كوم قوت د كشميريانو د آزادۍ لار نيولې نه شي۔ د كرفيو پورته كېدو سر?? سمدستي به د انسانانو سمندر بهر راوتلو سر?? د آزادۍ غوښتنه پېل كړي۔ پاكستانې اولس كشميريانو سر?? ولاړ دې۔ د كشميريانو سفير او ترجمان يم۔ په ټوله نړۍ كښې به د دوئي وكيل جوړېدو سر?? د دوئي وكالت كوم۔ ده ګلګت كښې د آزادۍ ورځ پرېډ ته خطاب كولو۔ په دې مهال وزیراعظم ووئيل په كال 1947ء كښې د ګلګت بلتستان اولس د آزادۍ جنګ كړې او په كال 1948ء كښې ډوګرہ راج څخه ئې خپله سيمه آزاده كړه۔ د 1947ء اتلانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوم۔ ده ووئيل د كلمې طاقت مونږ انسانانو ته سر ټيټولو له نه وركوي۔ پاكستان يوازنې ه??وا?? دې كوم چې د اسلام په نامه جوړ شوې۔ د مدينې رياست زمونږ ل??اره نمونه ده او دغې رياست د نړۍ لوئې قوتونو ته ماتې وركړې وه۔ پاكستان د لوئې څښتن يوه ډالۍ ده مونږ ل?? به دا د اصولو ترمخه مخ په وړاندې بوتلل وي۔ ده ووئيل ګلګت بلتستان د چین پاکستان اقتصادی راهدارۍ ګېټ وے حېثيت لري۔ چین نړۍ كښې پرمختګ كوؤنكې لوئې ه??وا?? دې او دا سيمه مونږ چين سر?? تړي۔ ده ووئيل مقبوضه کشمیر كښې اولس نن ظلم سر?? مخ دې۔ نرېندر مودي چې د اګست په 5 مه نېټه څه كړي دي هغه خپله آخري پته كارولې او اوس چې كله كرفيو پورته شي نو د انسانانو سمندر به بهر راوځي او د آزادۍ غوښت??ه به كوي۔ وزیراعظم ووئيل 52 كاله وړاندې زه ګلګت بلتستان ته راغلې ووم دغه وخت دې سيمې دومره ترقي كړې نه وه۔ ده ووئيل ما ټوله نړۍ كتلې ده ولې كومه ښكلا چې زه دلته وينم چرته مې ليدلې نه ده۔ ده ووئيل د نادرن لائیټ انفنټری ځوانانو په كارګل او نورو محاذونو د نه هېرولو وړ قربانۍ وركړې دي۔ پاک پوځ د ترهګرۍ په ضد جنګ ګټلو سر?? ه??وا?? محفوظ كړې دې۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان به پخپلو پښو ودرول وي او دا قوم به نړۍ له يو مثال جوړ شي۔ دې نه وړاندې وزيراعظم د شهيدانو يادګار ته لاړو او په هغې ئې د ګلونو څادر خپور كړو۔ په دې مهال د پاك پوځ چمتو ډلې وزيراعظم ته سلامي وړاندې كړه۔ د ګلګت بلتستان ګورنر او اعلی وزير هم په دې موقع موجود وو