اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د جنورې 5مه نېټه تقاضا كوي چې ملګري ملتونه، سلامتي كونسل او نړيواله ټو??نه بهادرو او ثابت قدم كشميريانو سره كړې خپل لوظ پوره كړي، د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې دې كشميريانو ته د خپلواكې پېدائشي حق وركړے شي چې دغسې دوي د جبر او استبداد څخه په پاك ماحول كښې خپل ژوند تېر كړے شي. د اتوار په ورځ د خپلواكۍ د حق ورځې په موقع په ټو??ټر په خپل يو ټو??ټ كسې د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې په نننۍ ورځ مونږ بهادر كشميريانو ته هم دا پېغام وركوو چې د دوي د خپلواكۍ په هڅو كښې مونږ دوي سره يو. د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې ټو?? پاكستان دوي س??ه اوګه په اوګه ولاړ دے. مونږ به د كشميريانو سياسي، س??ار??ي او اخلاقي ملاتړ جاري ساتو. هغې ووئيل چې د 71 كلونو نه د كشميريانو ناحقه وينه تويولې شي، د دوي عزتونه تر پښو لاندې كولې شي. په دوي ځكه جبر كولې شي چې دوي خپل جمهوري، قانوني او جائز حق غواړي. هغې ووئيل چې د ظلم دا باب ځكه اوږدېږي چې نړيواله ټو??نه، ملګري ملتونه او سلامتي كونسل خپل فرض نه پوره كوي.