ملتان 18 مئی (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی وئيلي دي كه هند څه ډول مهم جوئی وكړه نو په زړه پورې ځواب به وركولې شي لكه څنګه چې مونږ فروری كښې وركړے ؤ۔ ده ووئيل پاکستان جنګی جنون كښې اخته كيدل نه غواړي۔ مونږ امن خوښې خلق يو او په امن باور لرو۔ د دې خیالاتو څ??كندونه ده د ګل په ورځ سرکټ هاؤس ملتان ??ښې خبرې كنفرنس كښې وكړه۔خارجه وزير شاہ محمود قریشی ووئيل افغانستان ??ښې صدر اشرف غنی او عبداللہ عبداللہ ترمينځه د اقتدار شراکت لوظنامه خوشبينه ده۔ افغان امن عمل كښې ځينې طاقتونه خنډان راولاړوي۔ ده ووئېل خنډانو راولاړونكو كښې يو قوت زمونږ په ګاونډ كښې دے۔ ده ووئيل د افغان ډلو زر تر زره خبرې پيل كول د افغانستان امن لپاره ضروري دي ۔ ده ووئيل طالبانو وئيلي دي مونږ به د لوظنامې پاسداري كوو۔ ده ووئيل افغانستان ??ښې بايد د بنديوانانو د تبادلې عمل تند كړے شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د ګهير شوي پاكستانيان به زر تر زره هيواد ته ر??ست??ولې شي۔ خارجه وزارت كښې په بيلو هيوادونو كښې ګهير يو لکهه 10 زره څخه زياتو پاکستانیانو هيواد ته ر??ست??يدو لپاره رجسټریشن کړے۔په هغې كښې ځينې وګړي داسې دي چې ويزې ئې ختمې شوي۔ ده ووئيل په ابتداﺀ كښې مونږ يواځې د اسلام آباد هوائي ميدان ته نړيوال پروازونو له اجازه وركړې وه۔ صوبو مونږ له د هوائي ميدانونو پرانستلو اجازه نه وه راكړې۔ ده ووئېل مونږ په منت كولو د هغوي څخه هوائي ميدانونه پرانستلي۔ اوس به لاهور، فیصل آب??د او ملتان ته هم پروازونه راځي دغسې کراچۍ ،کوئټه او پيښور هوائي ميدانونه هم پرانستلې شوي۔ ده ووئيل د قواعدو او ضابطو له مخې راتلوونكو ټولو مسافرو له به هيواد ته په ر??ست??يدو به 14 ورځې قرنطینه كښې پاتې كيدل وي او ځكه د مسافرو په ر??ست??يدو كښې تاخير شوے۔ ده ووئيل حکومت د كروندګرو ستونزو خخه خبر دے او د قحطې ملخانو مخ نيوي لپاره د سید فخر امام په مشرۍ كښې به كميټي د صورتحال جاج اخلي۔