اسلام آباد 05 جون (اے پي پي) د مواصلاتو او پوسټل سروسز وفاقي وزير مراد سعيد د ډاك مح??مې سره د تعلق لرونكو ټولو ملازمانو د كردار ستائنه كړې او وئيلي ئې دي د ډاك مح??مې ملازمانو د كورونا غوندې وبا كښې په ډېرو سختو حالاتو كښې ټولو مشرانو پېنشن اخستونكو ته د دوي په كور د پنشن ادائيګي ممكنه كولو سره يو لوي قومي خدمت كړے او د دې چې څومره هم ستائنه وشي كمه ده. د جمعې په ورځ په يو بيان كښې د مواصلات وفاقي وزير د ډاك مح??مې د ملازمانو د اپ ګرېډېشن د پخوانې غوښتنې په س??دستي توګه د حل كولو باور وركړو او اعلان ئې وكړو چې د اپ ګرېډېشن سمري فنانس ډويژن ??ه منظورې لپاره لېږلې شوې۔ په دې اړه مېډيا سره په خبرو كښې د ډاك مح??مې وياند وضاحت كولو سره ووئيل د مواصلات وفاقي وزير هدايت په رڼا كښې د ډاك مح??مې د ملازمانو د اپ ګرېډېشن سمري فنانس ډويژن ??ه لېږلې شوې او ډېره زر به منظوري شي