اسلام ??باد 18 جون (اے پی پی) د منصوبه بندۍ، پرمختګ او خصوصی اقدامات وفاقی وزیر اس?? عمر سره د خیبرپښتوانخوا وزیر اعلیٰ محمود خان د زيارت په ورځ اسلام ??ٓباد كښې ليدلي دي۔ ملاقات كښې صوبه كښې د لويو پرمختيائي منصوبو په پیشرفت او په خاص توګه د ضم شوو ضلعو پرمختيائي منصوبو په تندۍ سره د بشپړولو په اړه خبري اتري شوي۔ وفاقی وزیر اس?? عمر ٰ د خیبر پښتونخوا پخوانۍ منصوبې چشمه رائټ بنك کنال (سی آر بی سی) د صوبې زراعت لپاره مهمه ګرځولو سره د هغې فزیبلټی سټډی عمل كښې د تندي راوستلو اس??دعا وكړه۔ده ووئيل د کورونا موجوده صورتحال كښې د غذائی اجناس په اړه خود کفالت او فوډ سیکیورټی ته وفاقی حکومت پام لرنه كوي، لهٰذا په د?? تناطر كښې يادو شوو منصوبو له عملی شكل وركول د وخت ضرورت دے۔ وفاقی وزیر اس?? عمر ووئيل موجوده حکومت د کے پی کے ضم شوو ضلعو كښې په پرمختيائي پروژو كار تندول غواړي۔ ده ووئيل وزیر اعظم عمران خان قبائلی ضلعو لپاره پرمختيائي بجټ كښې برخه بيله كړې دغسې چې هلته ځوانان د پا کستان په پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كړے شي