اسلام آباد ۔ 22 جون (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي هېواد كښې د كورونا د زياتېدونكو كېسونه تر مخه دې په حفاظتي تدبيرونو په سختۍ سره عملدرآمد وكړے شي۔ كورونا وباﺀ په سبب د يو شمېر چېلنجونو سره مخ شوې يؤ چې مقابله ئې د ټولنې د ټولو طبقو په فعاله ملاتړ او د وفاقي او صوبائي حكومتونو په مؤثره همغږۍ كېدې شي۔ صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د يوې مهمې غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ غونډه كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز حسېن شاہ، د مذهبي چارو وفاقي وزير نور الحق قادری او قامي روغتيا لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا ګډون كولو۔ وزير??نو د لوئې اختر به مناسبت سره د اختر شاپنګ او د قربانۍ څاروو اخستو په اړه په اېس او پيز دعملدرآمد په اړه وړاندېزونو نه صدر ??بر كړو۔ صدر وزير??نو ته ووئيل خپل وړاندېزونه صوبائي حكومتونو سره ګډ كړې او ټولو شراكتدار??نو سره مشاورت وكړې د??سې چې په دې عملدرآمد باوري كړے شي۔ صدر ?? كورونا وبا په اړه اولس كښې د شعور بېدارولو په حقله د علماﺀ كرامو او ميډيكل كميونټي كردا?? وستائلو۔ ده هيله ولرله چې اولس به د ګڼې ځايونو ته د تللو نه ډډه وكړي۔