ګلګت ۔ 28 جولائی (اے پی پی) د ګلګت سی ټی ډی پولیس د تورونو ن??ول?? لپاره د ديامر ضلعې چلاس سيمې په رونئي محله كښ?? د شپې په وخت په يو كور چھاپه ووهله۔ په دې مهال په يو بل د ډزو پېښه رامخې ته شوه چې په نتيجه كښ?? ئې د سی ټی ډی 5 اھلکار شھیدان او 2 نور مړه شول۔ د پولیس ذريعو ل?? مخې د سي ټي ډي اهلكارو د انسپكټر سهراب عالم په ??ګر??نۍ كښ?? د شپې په وخت د مفرور تورن ن??ول?? لپاره د چلاس سيمې په رونئي محله كښ?? په يو كور چھاپه وهله جې په دغه مهال په يو بل د ډزو پېښه رامخې ته شوه چې په نتيجه كښ?? ئې 5 پوليس اهلكار شهيدان او دوه نور كسان مړه شول۔ دې پېښه كښ?? 5 نور اهلكار ژوبل شوي هم دي۔ ژوبل شوي آراېچ كيو روغتون چلاس ته منتقل كړے شوي ۔ په شھیدو شوو اهلكارو كښ?? انسپکټر سھراب، سپاهي جنېد علی، سپاھی شکیل، سپاھی اشتیاق او سپاھی غلام مرتضی شامل دي ۔ د ډزو په نتيجه كښ?? دوه عام وګړي اظھار الله او بشارت هم په حق رسېدلي ۔ په ژوبل شوو اهلكارو كښ?? سب انسپکټر نبی جان، سپاھی شکر، سپاھی ھدایت کریم، سپاهی شان او سپاھی محمد علی شامل دي