اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) سېنېټ كښې د بلوچستان نېشنل پارټۍ مشر سېن??ټر مير حاصل بزنجو په مړينه د غمرازۍ قرارداد منظور كړے شوے ۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د مخالفې ډلې مشر سېن??ټر راجه ظفر الحق قرارداد وړاندې كولو سره ووئيل دا ايوان د سېن??ټر مير حاصل بزنجو په مړينه د افسوس او غم څرګندونه كوي، ارواښاد رښتنے جمهوريت خوښے لارښود ٶ ، مدبر سياستمدار او جرأت مند مشر ٶ، د ھغه د كورنۍ په قامي سياست كښې مهم ك??دار پاتې دے ۔ده ووئېل د ارواښاد پلار غوث بخش بزنجو د بلوچ اولس حقونو او د قوي وفاق لپاره په هلو ځلو كښې مهم ك??دار لوبولے٬ ارواښاد د ترقي پسند سياست علامت ٶ۔ د دې نه پس د سېنېټ چيئرمېن قرارداد غونډې ته منظورۍ لپاره وړاندې كړو كوم چ?? په يوه خله منظور كړے شو