طورخم 01 جنوری (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې طورخم پوله د پاكستان معيشت كښې ?? ملا د تير حېثيت لري۔ بارډر مېنجمنټ سسټم به ښه كولې شي۔ د سامان كليئرنس له به هم نوے نظام راوړو۔ د داخله وزارت لخوا د جاري كړې شوي بيان له مخې ددې خيالاتو څرګندونه هغه د جمعې په ورځ د طورخم پولې د??رې په موقعه خپلو خبرو كښې وكړه۔ هغه ووئيل په بارډر مېنجمنټ سسټم كښې ??ه جدت د نړيوال معيار له مخې كوؤ۔ د طورخم د لارې مونږ تر مينځنۍ آسيا رسېدې شؤ۔ د حكومت اقداماتو سره به د مسافرو تګ راتګ او د سامان كليئرنس لا آسان شي او دې لاره كښې پېښې ټولې ستونزې به لرې كړې شي۔ هغه ووئيل افغانستان له به هم د خپلو وګړو سفر او د كنټېنرز آسانيو له په ترجيحي بنيادونو ګامونه پورته كول وي۔ هغه ووئيل د وزيراعظم عمران خان د وژن له مخې په طورخم پوله ام??ور?? اېكس??ور?? لپاره ??ور?? او نوے نظام رامخے ته كوؤ۔