اسلام آباد 10جنوری (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز وئيلي دي چې تيرو حكومتونو د ترسیل او وېش ته پام لرنه ??ه ده كړي هم دغه وجه ده چې هېواد كښې په سمدستي توګه د برېښنا نظام متاثره شوي،دې وخت كښې هم ځينې كسانو ډنډورو كښې لوئ كردار ت??سره كړي۔ده د اتوار په ورځ د توان وفاقی وزیر عمر ایوب سره هېواد كښې د برېښنا بنديز په اړه شريك پرېس كنفرنس ته وينا كوله۔ وفاقی وزیرسینیټر شبلی فراز ووئيل د برېښنا ترسیل كښې تعطل پیدا شوي په دې مهال ځينې خلكو ډنډورې پيل كړي۔ ده ووئيل د برېښنا څانګه هېواد كښې د ملا د تير حیثیت لري، تير حكومت جنرېشن ته پام لرنه ??ړي او ترسیل او تقسیم نظام ته هيڅ پام لرنه ??ه ده شوي ٬ د ترسیل نظام كښې به نوي ټیكنالوجی معارفي كولې شي۔ده ووئيل د برېښنا پیداواری صلاحیت 36 زره میګاواټه څخه زيات دې خو ترسیل نظام دې سره مطابقت نه ??ري۔ده ووئيل د نظام اپ ګریډیشن نه ??ولو په سوب تكنیكی مسئلو سره مخ يو?? وفاقی وزیرسینیټر شبلی فراز ووئيل د مټیاری لائن به زر ت?? زره بحال كړې شي دغسې ترسیل نظام به لا ښه كولې شي۔