اسلام آباد 12 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وف??قي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي كو?? قامونه چې خپل اتلان ياد ساتي، د هغوي افكار مخ په وړاندې بوځي، هغوي په حقيقت كښې د وروستو پاتې طبقې ستونزې حل كو??و سره د پرمختګ اهداف سر كو??، احمد فراز د پاكستان اثاثه ده ، هغه د خپلې شاعرې د لارې د وروستې پاتې طبقې ترجماني كړې، د پاكستان اولس چې احمد فراز ته كو??ه مينه وركړې، د دې مثال نه موندلے كېږي. ده دا خبرې تېره ورځ په اېچ اېټ قبرستان كښې د خپل والد سيد احمد شاه﴿احمد فراز﴾ د زېږون په ورځ د فاتحه خوانې نه پس مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړې. وف??قي وزير سره د هغه د كورنې غړي هم موجود وو. د اطلاعات او خپرونو وف??قي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل احمد فراز د پاكستان اثاثه ده . هغه تل د وروستې پاتې طبقې ترجماني كو??و سره د دوي ستونزې د خپلې شاعرې د لارې رامخې ته كړي. ده ووئيل د پاكستان اولس چې احمد فراز له كو??ه مينه وركړې ، د هغې مثال كم موندلے كېږي. ده ووئيل وخت راغلے چې مونږ د خپلو ټولو ټولو شاعرانو افكار مخ په وړاندې بوځو او د دوي پېغام راتلونكو نسلونو ته ورسوو. د دې څخه وړاندې وف??قي وزير په اېچ اېټ قبرستان كښې د احمد فراز په قبر د ګلونو څادر خپور كړو. احمد فراز په كال 1931م كښې د جنورې په 12مه نېټه په كو??اټ كښ?? زېږېدلے ؤ. هغه له د خدماتو په اعتراف د پاكستان حكومت هلال امتياز، ستاره امتياز او نګار ايوارډز وركړي وو.احمد فراز د اردو شاعرې مهم باب دے، هغه د ځانګړې لب و لهجې رومانوي شاعر ؤ. د هغه د شاعرې وړومبنې مجموعه ” تنها تنها” وه. احمد فراز په كال 2008م كښې د اګست په 25مه نېټه د 77 كلونو په عمر كښې په حق رسېدلے. د احمد فراز د قبر په كتبه د هغه دا خپل شعر ليكلے شوے.
” میں کہ صحرائے محبت کا مسافر تھا فراز
ایک جھونکا تھا کہ خوشبو کے سفر پر نکلا”