اسلام آباد۔15جنوری (اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي پاكستان مېكسيكو سره خپلې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي او د شريكې خوښې په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته لا زياتول غواړي۔ حكومت ټولو هېوادونو سره تجارت او سرمايه كاري زياتولو ته پام لرن?? كوي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د جمعې په ور?? مېكسيكو لپاره د پاكستان نومولې شوي سفير ډاكټر امان رشيد سره ايوان صدر كښې د ملاقات په مهال وكړه۔