پېښور ۔24جنوری(اے پی پی) د دفاع وفاقي وزير پروېز خټك وئيلي دي پي ډي اېم كښې ??امل ګوندونه په يو بل بدګمانه دي۔ د بلاول بھټو زرداری په شمول د اپوزيشن ځينې لارښود تحريك عدم اعتماد راوړل غواړي او مولانا فضل الرحمن او د مريم نواز په شمول ځينې نور لارښود د لانګ مارچ خبره كوي۔ وزیر اعظم عمران خان د پاكستان د 22 كروړه اولس آخري اميد دے كوم به چې د پاكستان ډوبېدونكې كشتۍ غاړې ته ورسوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د اتوار په ورځ د نظام پور په پيران سيمه كښې ?? برېښنا رسنې منصوبې او كاهي ګرېډ اسټېشن پرانستې نه وروستو شموليتي غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقعه پيران كښې ????جی قیوم د خپلې ټولې كورنۍ سره د پي پي پي نه استعفی وركولو سره تحريك انصاف كښې ?? شاملېدو اعلان وكړو۔ دغسې میرہ اکوړہ كښې هم ډاكټر عزيز خپلې ټولې كورنۍ او خپلو ملګرو سره په تحريك انصاف كښې ??امل شو۔ پروېز خټ?? ووئيل كه عمران خان د احتساب عمل بند كړي نو بيا به د اپوزيشن دا احتجاجونه نه وي او نه به عدم اعتماد تحريك راوړي۔ دا ټول په حكومت د فشار اچولو چالونه دي ولې حكومت به دوئي نه وېرېږي نه۔ عمران خان به پېسه لوټ كوؤنكي چرې معاف نه كړي۔ هغه ووئيل د وزيراعظم د سېنېټ ټاكنې په اوپن بېلټ د كولو مقصد دا دے چې ضمير خرڅونكي رامخې ته شي۔ هغه ووئيل د سېنېټ ټاكنو كښې ??ا وارې هم د اپوزيشن ماتې خوړل يقيني دي۔ پرویز خټک ووئيل د پاكستان تحريك انصاف حكومت د وروسته پاتې سيمو پرمختګ غواړي۔ د پاكستان د آزادۍ نه 73 كاله پس لرې پروت كلي پيران ته برېښنا وركړې شوه۔ تر كال 2023 به د نوښار كور كور ته برېښنا وركړؤ۔ هغه په كاهي كښې ?? ګرېډ اسټېشن پرانسته كولو سره ووئيل دې سره به د نظام پور د 36 كليو د برېښنا وولټېج مسئله به حل شي