اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ د نيلم جهلم سرچارج په سمدستي توګه د منسوخ كولو او په ??وټېلټي سټورز د اوړو او غوړو ??يع?? د معقول كولو جزوي منظوري وركړې۔ په غونډه كښې د وزيراعظم عمران خان لخوا د كركيلې څانګې له د اعلان كړي مالياتي پېكج له مخې صوبو ته د زر اعانت تقسيمولو تګلارې منظوري هم وركړې شوه۔د كابينې د اقتصادي رابطه كمېټۍ(اي سي سي)غونډه د جمعې په ??رځ د خزانې وفاقي وزير ډاكټر عبدالحفيظ شېخ په ??شرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د صنعت او پېداوار وزارت لخوا د اي سي سي د جنورۍ 28مې نېټې په غونډه كښې د وركړو هداياتو په رڼا كښې په ??وټېلټيز سټورز كارپورېشن آف پاكستان د ورځې د استعمال ضروري څيزونه په رعايتي ??يع?? وركولو له سمري وړاندې كړې شوه۔ د صنعت او پېدوار سېكرټري په ??ړيوال ماركيټ كښې د بيعې زياتېدو او ټېټېدو په رڼا كښې د اوړو او غوړو بيعې په ??ړ كښې يو شمېر وړاندېزونه وركړل۔ د بشپړ بحث او مباحثې نه وروستو اي سي سي د ??يع?? په جزوي توګه د معقوله جوړولو منظوري وركړه۔اي سي سي د وزيراعظم لخوا د مرستې پېكج په رڼا كښې په ??وټېلټي سټورز د ضروري څيزونو په ??يع?? كښې صارفينو ته د زياتو نه زياتې آسانۍ وركولو هدايت وكړو۔