اسلام آباد۔17اپرېل(اے پی پی) خارجه وزیر مخدوم شاہ ??حم??د قرېشی وئيلي دي بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستاني وګړو خېر ښېګړه او د هغوي مسئلو حل كول د حكومت په مهمو ترجيحاتو كښې شامل دي۔ دا خبره هغه د خالي په ورځ د پاكستان بزنس ك??نسل دوبۍ لخوا په خپل درناوي كښې وركړې شوې د روژه ماتي دستوره كښې وكړه۔ د پاکستان بزنس کونسل دوبئی صد?? او نورو عهدېدارانو خارجه وزير ته تود هركلے ووے۔ خارجه وزير پاکستان بزنس کونسل دوبئی سره د تړلې كاروباري شخصياتو مننه كولو سره ووئيل پاكستان معاشي سفارت كاري كارولو سره د نړۍ پام پاكستان كښې د كاروبار موقعو پلو ګرځوي۔ د خوشحالۍ خبره دا ده چې د كورونا نړيوال وبائي صورتحال باوجود د معاشي سفارت كارۍ مثبت نتيجې رامخې ته كېږي۔ شاہ ??حم??د قرېشی ووئيل يو اے اي سره زمونږ دوه اړخيړه تجارتي اړيكې مخ په ښه كېدو دي۔ زما د دې دورې مقصد د دواړو هېوادونو ترمينځه ګڼ اړخيزه څانګو كښې دوه اړخيزه تجارتي تړون او مرستې ته وده وركول دي۔ شاہ ??حم??د قرېشی ووئيل زه په دې خوشحاله يمه چې د پاكستانيانو لويه شمېره عرب امارات كښې مېشته ده او د دې ځائې په تعمير او پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كوي۔ هغه ووئيل بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستاني وګړو خېر ښېګړه او د هغوي مسئلو حل كول د حكومت په مهمو ترجيحاتو كښې شامل دي۔د روژه ماتي دستوره كښې عرب امارات كښې د پاكستان سفير افضال ??حم??د ٬ قونصل جنرل دوبۍ ٬ احمد امجد علي او د سفارت مشران چارواكي هم موجود وو۔