اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د خاص زده كوونكو ضروريات تر مخه د پوهنتونونو انفراسټركچر معذور دوسته جوړ كړئ. ده دا خبرې د زيارت په ورځ د سركاري او نجي څانګې پوهنتونون?? د ??ائرس چانسلرز ورچوئل غونډې ته خپله وېنا كښې وكړې. د غونډې مشري صدر ډاكټر عارف علوي كوله. په غونډه كښې د تعليم او وظيفه اي تربيې وفاقي وزير شفقت محمود، ?? نشه اي توكي?? د ??خ نيوي وزارت سېكرټري كېپټن (ر) اکبر حسین دراني، د بشري حقون?? د ??زارت سېكرټري انعام اللّہ خان، د اے این ایف چارواكو او د 165 پوهنتونونو وائس چانسلرز ګډون كولو. په پوهنتونونو كښې ?? نشه اي توكي?? د ??خ نيوي او خاص كسانو ته د لوړو زده كړو په څانګه كښې د اسانيو د جاج اخستو په لړ كښې دا دوهمه غونډه وه. په غونډه كښې صدر په دې خبره د اندېښنې څرګندونه وكړه چې ??اكستان انجينئرنګ كونسل خاص زده كوونكو ته د انجينئرنګ پروګرام كښې د داخلې اجازه نه ده وركړې. ده ووئيل په دې معامله كښې د پروفېشنلز كونسلز او په خاص توګه د پاكستان انجنيئرنګ كونسل په ګائيډ لائنز د نظرثانې كولو ضرورت دے. ده په پوهنتونونو كښې ?? نشه اي توكيو په اړه خبرتيا پېدا كولو او د دغې د استعمال مخ نيوي لپاره د اقدامات په ضرورت زور راوړو. صدر ايچ اي سي ته د وائس چانسلرز د يوې كمېټې تشكيلولو تجويز هم وركړو كومه چې ?? نشه اي توكيو د استعمال په ضد كمپائن لپاره د خبرتيا مواد رامخې ته كړي. ده په زده كوونكو كښې ?? نشه اي توكيو د استعمال مخ نيوي لپاره مو او پلار سره د نزدې رابطې جوړولو په ضرورت هم زور راوړو. د اېچ اي سي اېګزېكټو ډائرېكټر په دې موقع د وړومبنې غونډې د پرېكړو عملي كولو په اړه غونډې اه بريفنګ هم وركړو.