اسلام آباد 26 اپريل (اے پي پي)د خزانې او محصولات وفاقي وزير شوكت ترين وئېلي دي پاكستان برتان??ې سره خپلو اړيكو ته خاص اهميت وركوي او برتان??ې سره اقتصادي او كاروباري رابطو ته وده وركول غواړو۔برتانيه كښې اوسېدونكي پاكستانيان د هېواد حقيقي اثاثه ده۔ده دا خبره د ګل په ورځ په پاكستان كښې د برتانيې هائي كمشنر ډاكټر كرسټيان ټرنر سره ملاقات كښې د خبرو اترو كولو ??ه مهال كړې۔د خزانې سېكرټري او د اقتصادي چارو ډويژن سېكرټري هم په دې موقع موجود وو۔د برتانيې د هائي كمشنر تود هركلي كولو سره د خزانې وزير ووئيل پاكستان برتان??ې سره خپلو اړيكو ته خاص اهميت وركوي او پاكستان برتان??ې سره اقتصادي او كاروباري رابطو ته وده وركول غواړو۔ده د كووېډ 19 وبا په مهال د برتانيې حكومت او اولس لخوا د پاكستان اولس لپاره د مرستې په كولو د برتانيې هائي كمشنر مننه وكړه۔د خزانې وزير شوكت ترين د برتانيې هائي كمشنر د سماجي تحفظ پروګرام احساس او د دې پروګرام له مخې مستحقو په خاص توګه مېرمنو ته د مرستې نيغ په نيغه منتقلۍ تګلارې په اړه خبرولو ??ښې ووئيل احساس پروګرام د كووېډ 19 وبا په ورځو كښې په معاشي توګه د كمزورو طبقو اقتصادي ستونزې كمولو ??ښې مهم كردار ترسره كړے۔ده د وبا مشكلو ??رځو كښې د اقتصادي بحالۍ لپاره د حكومت لخوا د پورته شوو اقدام??تو څخه هم هائي كمشنر خبر كړو۔د خزانې وزير د سمندر پورې پاكستانيانو خذمات وستائل۔وفاقي وزير د معيشت استحكام٬مهم اصلاح??تو كولو سره د پاكستان پرمختګ كړو شراكتدارو سره په ګډه د پاكستان اولس ??ه والي او محفوظ سباؤن لپاره د كار كولو حكومتي عزم پخلے وكړو۔د برتاني هائي كمشنر د خزانې وزير سره د شريكې خوښې په چارو د خيال??تو څرګندونه وكړه۔ده د برتانيې حكومت او اولس لخوا د پاكستاني حكومت او اولس ته د مرستې او ملاتړ باور وركړو او د خزانې وزارت ذمه وارۍ په سنبهالولو ئې د خزانې وزير شوكت ترين له مباركي هم وركړه