لاهور۔1مئی(اے پی پی) د پاكستان علماﺀ كونسل چئيرمېن او د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ خاص استازي حافظ طاهر محمود اشرفي وئيلي دي د پاكستان د اسلامو فوبيا حوالې سر?? دريځ د ګردې اسلامي نړۍ ترجماني ده۔ ټول مكاتب فكر او د مذهبونو لارښود د اروپائي ائتلاف قرارداد مسترد ??وي?? اروپائي ائتلاف دې د حقائق تحقيق وكړي۔ په 7 مياشت?? كښې داسې ??ومه پېښه رامخې ته شوې نه ده كومه كښې چې د مذهب سپكاوي قانون په ناوړه توګه كارولې شوې وي۔ د مذهبی آزادۍ استازو او د اروپائي ائتلاف سفيرانو ته يو وارې بيا بلنه وركوؤ چې هغوي راشي او دا وګوري چې دلته حالات هغسې ??ه دي څنګه چې دوئي سوچ ??وي?? دروغ او بې بنياده رپورټس مسترد كوؤ۔ د وزيراعظم عمران خان د اسلامك فوبيا په اړ?? دريځ د اسلامي نړۍ دريځ دے۔ په جبر سره د مذهب بدلون 90 فیصده پېښې پ?? دروغو اډانه دي۔ هغه د خالي په ورځ متحدہ علما بورډ سیرت اکېډمی اپر مال كښې خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ هغه ووئيل د پاكستان د اسلامك فوبيا او تحفظ ناموس رسالت په اړ?? دريځ ښكاره دے۔ ټول مكاتب فكر او د مذهبونو لارښود د اروپائي يونين ائتلاف قرارداد مسترد ??وي?? هغه ووئيل پاكستان كښې اقليتونه د نورو هېوادونو په مقابله كښې زيات محفوظ دي۔ سکھ کمیونټی ته مو كرتارپور راهداري ډالۍ كړې۔ پاکستان كښې د مسيحيانو چرچونه او د هندوانو مندرونه هم محفوظ دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل وزیراعظم عمران خان د روژې په آخري عشره كښې سعودی عربستان ته ځي۔ سعودی عربستان اعلان كړې دې چې اسلام آباد كښې به په 80 کنال رقبه د شاہ فیصل مسجد په ډول د 12 زره لمونځ كوؤنكو لپاره جومات جوړؤ چرته به چې اسلامك ريسرچ هم كېږي۔ مونږ دا اعلان خوشبينه ګڼو۔ د كورونا په اړه هغه ووئيل مونږ غواړو ټول انسانيت د كورونا نه خلاصې ومومي۔ هغه ووئيل ضعيف وګړي دې جومات ته نه راځي۔ په اعتكاف بندېز نشته خو د اېس او پيز له مخې به اعتكاف كولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل هند سره د مذاكراتو لاره په كشمير تېرېږي۔ هغه ووئيل افغانستان كښې د هند لاس وهنه نړۍ ويني۔ د وړوكي اختر په اړه حافظ طاهر اشرفي ووئيل كه روژه په يوه ورځې نيولې شوې ده نو اختر به هم په يوه ورځ كولې شي۔ هغه زياته كړه چې د اختر په اړه بايد پېشګوئۍ ونكړې شي۔ رويت هلال كمېټي دې خپل كار ته پرېښودلې شي