اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه م??مو?? قريشي وئيلي دي چې پاكستان افغانستان سره اړيكې قوي او مستحكم كولو لپاره پوخ عزم لري، د تورونو لګولو منفي بيانونه افغان امن عمل او دوه اړخيزه اړيكې مثاتر كولې ??ي. ده دا خبرې د افغانستان د اولسي جرګې مشر مير رحمان رحماني سره په خپلو خبرو كښې وكړې كوم چې ده سره د نهې په ??رځ په خارجه وزارت كښې ملاقات وكړو. د خبرو په ??هال په دوه اړخيزه اړيكو او د افغانستان د سولې ??مل پشمول د شريكې خوښې ??ه چارو خبرې وشوې. خارجه وزير شاه م??مو?? قريشي ووئيل چې افغانستان زمونږ ګاونډي او ورور هېواد دے. دواړه هېوادونه يو ډول تاريخ، مذهب او كلتوري اقدار لري. خارجه وزير ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان د وژن په رڼا كښې د پاكستان او افغانستان ترمېنځه د دو اړخيزه اړيكو قوي او مستحكم كولو پوخ عزم لرو. د دواړو هېوادونو ترمېنځه د پارلماني روابطو وده دوه اړخيزه اړيكې مستحكم كولو لپاره مهمه ده. خارجه وزير د افغانستان د سولې په عمل كښې د پاكستان د اخلاص د هڅو حواله وركولو سره د جامع مذاكراتو د لارې د افغانستان د مسئلې په ??وخ سياسي حل زور راوړو. خارجه وزير مخدوم شاه م??مو?? قريشي ووئيل چې د تورونو لګولو منفي بيانونه افغان امن عمل او دوه اړخيزه اړيكې مثاتر كولې ??ي، د افغانستان د سولې ??مل پشمول په ??نطقه كښې امن لپاره به هڅې روانې ساتو. خارجه وزير په عزت سره د افغان كډوالو زر خپل هېواد ته ستنېدو لپاره د نړيوالې ټولنې د مرستې په ضرورت زور راوړو. د افغانستان د اولسي جرګې مشر مير رحمان رحماني په افغانستان امن لپاره د پاكستان د صلح كردار ستائيلو سره د خارجه وزير شاه م??مو?? قريشي او د پاكستان د مشرتابه مننه وكړه