اسلام آباد 05 جون (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې د زمكې په مخ اوسېدونكي هر يو انسان ته به د ماحول دوستې فريضه ترسره كو?? وي، د وخت غوښتنه ده چې انسانيت نړي??ال اتحاد جوړولو سره د ماحول تحفظ وكړي، د تودوخې زياتېدونكې درجه، په ځنګلاتو كښې كمې او د ګلېشيئرز وېلې كېدل لوي خطرات دي، عمران خان د وړاندې نه ماحول دوست وزيراعظم دے او نړي??ال تحريك چلوي، د وزيراعظم م??حول بهتر كو??و او د ونې لګولو د هڅو په نړيواله كچه اعتراف شوے. د خالي په ورځ د ماحولياتو نړيوالې ورځې په موقع په خپل پېغام كښې د اطلاعاتو وزير ووئيل چې وزيراعظم عمران خان ځوانانو او نړۍ ته احساس وركوي چې ماحول ښه كو?? څومره ضروري دے. ده ووئيل چې په پاكستان كښې په وړومبي ځل ونو كرلو او ماحول دوستې ته د پالېسې په كچه دوه پام كو??ې شي او چې دا لړې روانه وي نو په پاكستان كښې به د ماحولياتو په څانګه كښې ځانګړې نتيجې په نظر راشي. ده ووئيل چې سږ كال د ماحولياتو د نړيوالې ورځ كوربتوب پاكستان ته وركول په اصل كښې د پاكستان د ماحول دوست اقداماتو په نړيواله كچه اعتراف دے. ده ووئيل چې نړيوالو ادارو د ماحولياتو په لړ كښې د پاكستان عزم ??تائيلے دے. وفاقي وزير وويل چې قدرت مونږ ته هر ډول ماحولياتي نظام راكړے، سمندر، ساحل، زرعي مېدانونه، صحراګانې، دريابوه او د غرونو درې لوئې لړې كو?? هندوكش، هماليه او د قراقرم سنګم په په پاكستان كښې دے. ده ووئيل چې د پاكستان تحريك انصاف حكومت په ټول هېواد كښې د ځنګلاتو د بحالې، ودې او په لويه پېمانه د ونو كرلو د لارې د شين ماحولياتي انقلاب راوستلو ذمه واري پغاړه اخستې. بلين ټري لفظ د پاكستان پېژندګلي جوړه شوې، يو شمېر نور هېوادونه هم د دې پروژې تقليد كو??.